وفاقي وزير مصطفيٰ کمال د بحرين د صحت وزيرې سره وليدل

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير مصطفيٰ کمال د بحرېن د صحت وزېرې ډاکټر جليله بنت السيد جواد حسن سره ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د صحت څانګې پشمول په دوه اړخيزه مرسته او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع دواړو مشرانو د صحت په څانګه كښې د مرستي زياتولو په اهميت زور راوړو۔ وفاقي وزير سيد …

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير مصطفيٰ کمال د بحرېن د صحت وزېرې ډاکټر جليله بنت السيد جواد حسن سره ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د صحت څانګې پشمول په دوه اړخيزه مرسته او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع دواړو مشرانو د صحت په څانګه كښې د مرستي زياتولو په اهميت زور راوړو۔ وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال ووېيل بحرين سره پاكستان د دوستۍ اړيكې لري٬ د صحت په څانګه كښې د نورې مرستې او سرمايه كارۍ امكانات موجود دي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې دائره زياتول به نه يوازې په منطقه كښې د صحت سهولتونه ښه كړي بلكې دې سره به د دواړٶ هېوادونو د اولس د صحت معيار كښې بهتري راشي ۔ ده ووئيل د صحت په څانګه كښې بهترۍ ته مونږ وړومبۍ پاملرنه كوٶ۔

مزید خبریں