پېنډۍ 27 اکتوبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير د اردن د سركاري دورې په مهال د اردن پاچا شاه عبدالله دوېم سره ليدلي دي ٬ په دې موقع په دوه اړخيزه دفاعي مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د آئي اېس پي آر له مخې په ملاقات كښې ولي عهد شهزاده حسېن بن عبدالله هم موجود ٶ۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې په …
د پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير د اردن شاه عبدالله دويم سره وليدل٬ په دوه اړخيزه دفاعي مرسته د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
پېنډۍ 27 اکتوبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير د اردن د سركاري دورې په مهال د اردن پاچا شاه عبدالله دوېم سره ليدلي دي ٬ په دې موقع په دوه اړخيزه دفاعي مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د آئي اېس پي آر له مخې په ملاقات كښې ولي عهد شهزاده حسېن بن عبدالله هم موجود ٶ۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو٬ دفاع او په امنيتي څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو او په سيمه ايزو چارو خبرې شوي ۔ د آئي اېس پي آر وېنا ده چې سرلښكر د پاكستاني اولس٬ حكومت او پاك پوځ لخوا شاه عبدالله لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او اردن سره د ورورولۍ اړيكو قوي كولو لپاره ئې د عزم پخلے وكړو۔ شاه عبدالله دوېم د پاک پوځ د وظيفائي صلاحيتونو او سيمه ايز امن او استحكام لپاره د كردار ستائنه وكړه او د دوه اړخيزه دفاعي مرستې ته لا وده وركولو لپاره ئې خپله خوښي څرګنده كړه۔ فيلډ مارشل د اردن د وسله والو ځواكونو جوائنټ چيفس آف سټاف چيئرمېن سره هم وليدل او فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته د عمان جنرل هيډکوارټرز ته په راتګ ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو۔ دواړو ډلو په دې موقع د پاکستان او اردن د وسله والو ځواكونو ترمېنځه د اوږدې مودې او د ارورولۍ د اړيكو ستائنه وكړه ۔ دغسې مېجر جنرل يوسف احمد الحنيتي سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره د پاکستان د وسله والو ځوكونو كردار ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔











