اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) ماحولياتي بدلون لپاره د سېنېټ د قائمه کميټۍ چيئرپرسن سينيټر شيري رحمان سره د ګل په ورځ د اروپائي ائتلاف پارلماني پرمختګ لپاره د كمېټۍ پلاوي د اېم اي پي لوكساس مېنډل (اسټريا) په مشرۍ كښې ليدلي دي ٬ په پلاوي كښې د اروپائي پارلمان پرمختګ لپاره د كمېټۍ نائب چيئرمين رابرټ بيډرون او نور سينئر غړي هم موجود وو۔ شيري رحمان د …
سينيټر شيري رحمان سره د اروپائي ائتلاف پارلماني پلاوي وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) ماحولياتي بدلون لپاره د سېنېټ د قائمه کميټۍ چيئرپرسن سينيټر شيري رحمان سره د ګل په ورځ د اروپائي ائتلاف پارلماني پرمختګ لپاره د كمېټۍ پلاوي د اېم اي پي لوكساس مېنډل (اسټريا) په مشرۍ كښې ليدلي دي ٬ په پلاوي كښې د اروپائي پارلمان پرمختګ لپاره د كمېټۍ نائب چيئرمين رابرټ بيډرون او نور سينئر غړي هم موجود وو۔ شيري رحمان د پلاوي هركلي كولو سره ووئېل د پارلمانونو ترمېنځه نېغ په نېغه سفارتي روابطو په خاص توګه پرمختيائي مرستې٬ ماحولياتي لچك٬ تجارت٬ صحت عامه٬ بې دخلۍ او د بشري بحرانونو په اړه د نړيوال چېلېنجز مخ نيوے ضروري دے۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔











