اسلام آباد۔27 اکتوبر(اے پی پی) د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير خالد حسن مګسي د جمو او كشمير اولس سره د پاكستان د بشپړ يووالي پخلي كولو سره دا عزم تكرار كړے دے چې پاکستان به د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره خپل اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ د ګل په ورځ د كشمير تورې ورځې په موقع خپل خصوصي پېغام كښې ده ووئيل 27 اكتوبر د …
پاكستان به د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره خپل اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي٬ د سائنس او ټيكنالوجي وفاقي وزير د كشمير تورې ورځې په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔27 اکتوبر(اے پی پی) د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير خالد حسن مګسي د جمو او كشمير اولس سره د پاكستان د بشپړ يووالي پخلي كولو سره دا عزم تكرار كړے دے چې پاکستان به د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره خپل اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ د ګل په ورځ د كشمير تورې ورځې په موقع خپل خصوصي پېغام كښې ده ووئيل 27 اكتوبر د تاريخ يوه توره ورځ ده كله چې په كال 1947 كښې هند په غېر قانوني توګه په جمو وكشمير غېر قانوني قبضه وكړه۔ ده د هندي ځواكونو په كشمير كښې د روانو ظلمونو غندنې كولو سره ووئيل دا كارروايۍ د انسانيت ضمير لپاره يو چېلنج دے۔ ده ووئيل د كشمير مسئله كومه سيمه ايزه شخړه نه ده بلكې يوه انساني مسئله ده او نړيواله ورورولي بايد دې پلو سمدستي پام وګرځوي۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه د كشمير د اوږدې مودې ستړې تسليم كړي او د دې مسئلې په حل كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل په سوئيلي آسيا كښې تلپاتې امن تر هغه وخت ممكن نه دے تر كومې چې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې حل شوې نه وي











