رياض 27 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سعودي ولي عهد او وزيراعظم محمد بن سلمان په خاص بلنه د فيوچر انويسټمنټ انيشي ايټيو په 9م کنفرنس كښې ګډون لپاره رياض ته رسېدلے دے ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخې د رياض په کنګ خالد انټرنيشنل ايئر پورټ د رياض نائب ګورنر شهزاه محمد بن عبدالرحمن بن عبدالعزيز، …
وزيراعظم شهباز شريف د فيوچر انويسټمنټ انيشي ايټيو په 9م کنفرنس كښې ګډون لپاره رياض ته ورسېد

مزید خبریں
رياض 27 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سعودي ولي عهد او وزيراعظم محمد بن سلمان په خاص بلنه د فيوچر انويسټمنټ انيشي ايټيو په 9م کنفرنس كښې ګډون لپاره رياض ته رسېدلے دے ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخې د رياض په کنګ خالد انټرنيشنل ايئر پورټ د رياض نائب ګورنر شهزاه محمد بن عبدالرحمن بن عبدالعزيز، پاکستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالکي او په سعودي عرب كښې د پاكستان سفير احمد فاروق د وزيراعظم او د دوي د پلاوي هركلے وكړٶ٬ نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار، د خزانې وفاقي وزير اورنګزيب، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ، خاص مرستيال طارق فاطمي او بلال بن ثاقب د وزيراعظم د لوړې كچې په پلاوي كښې شامل دي۔ وزيراعظم شهباز شريف په رياض كښې په كېدونكي فيوچر انويسټمنټ انيشي ايټيو كنفرنس كښې د پاکستان نمائندګي كوي او د دورې په مهال به سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره دوه اړخيزه ملاقات كوي چې پكښې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت، سرمايه کارۍ، توان او د افرادي قوت په څانګو كښې مرستې ته د لا ودې وركولو نه علاوه د شريكې خوښې په نړيوالو او سيمه ايزو چارو هم د خيالاتو څرګندونه كولې شي ۔ وزيراعظم به په فيوچر انويسټمنټ انيشي ايټيو كنفرنس كښې ګډون كوونكو نړيوالو مشرانو او د نړيوالو ادارو مشرانو سره هم ملاقاتونه كوي۔











