اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره د اروپائي پارلمان پرمختګ لپاره د كمېټۍ د لوړې كچې پلاوي د ګل په ورځ ليدلي دي۔ د پلاوي مشري لوکاس منډل (آسټريا) كوله او په نورو غړٶ كښې رابرټ بيډرو (پولينډ)، جوآن فرنينډو لوپيز ايګيولر (سپېن)، ټوماس زيډيچوسکي (چيکيه) او مارك جونګن، کرسچن ايډوائزر، جينيټا کجکووا او ټريسا پائولا ډي فيګيريډو شامل وو۔ وفاقي …
وفاقي وزير جام کمال خان سره د اروپائي پارلمان پلاوي وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره د اروپائي پارلمان پرمختګ لپاره د كمېټۍ د لوړې كچې پلاوي د ګل په ورځ ليدلي دي۔ د پلاوي مشري لوکاس منډل (آسټريا) كوله او په نورو غړٶ كښې رابرټ بيډرو (پولينډ)، جوآن فرنينډو لوپيز ايګيولر (سپېن)، ټوماس زيډيچوسکي (چيکيه) او مارك جونګن، کرسچن ايډوائزر، جينيټا کجکووا او ټريسا پائولا ډي فيګيريډو شامل وو۔ وفاقي وزير جام کمال خان پلاوي سره جامع خبرې وكړې او پلاوي د تجارت وزارت دوره هم وكړه۔ په دې موقع په پاکستان كښې د اروپائي ائتلاف سفير ريمنډاس کروبلس هم پلاوي سره ؤ ۔ په ملاقات كښې د اروپائي اېتلاف-پاکستان اړيكو قوي كولو لپاره د پاكستان په پرله پسې عزم زور راوړلے شو ٬ په خاص توګه جنرلائزډ سکيم آف پريفرنسز پلس (جي ايس پي پلس) فريم ورك له مخې كوم چې پاکستان كښې د تل پاتي تجارت، پرمختيائي مرستې او د بشري حقونو په وده كښې مهم كردار لوبولے۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير د پلاوي هركلے وكړو او د پلاوي د غړو د اوږدې مودې د شراكتدارۍ يې مننه وكړه۔ وفاقي وزير د دې خبرې هم پخلے وكړو چې د پاکستان جامع اقتصادي ترقي، ګډ ګورننس او د تل پاتي پرمختګ په وده وركولو كښې اروپائي ائتلاف سره خپلې مرسته ته په درنه سترګه ګوري ۔ ده پلاوې د جي ايس پي پلس مانيټرنګ فريم ورك له مخې د پاکستان د اوسنو كاميابو نه خبر كړو ٬ په دې موقع د بشري حقونو٬ ليبر ريفارمز، کلائميټ ايکشن او د اداره جاتي مضبوطيا په حواله پېشرفت هم رڼا واچولې شوه ۔ پلاوي امن، تعليم او اقتصادي مرستې پشمول د نړيوال تشويش په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع پلاوي د پاكستان د مېلمستيا ستائنه وكړه اوپه نړيواله كچه جمهوري او د انساني حقونو مرستې مضبوطولو په اهميت يې د خپلو مشاهدات څرګندونه وكړه۔











