اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني وئيلي دي مجموعي قامي پيداوار كښې معتدل نمو، د ګرانۍ په شرح كښې د کمي باوجود د ټيکس وصولي زياته شوې، د روان مالي كال په مهال تر لاسه شوې معاشي استحکام له به په تل پاتې بنيادونو وده وركولې شي، تر دسمبر كال 2028 به د کراچۍ نه تر روهړي اېم اېل ون او د …
مجموعي قامي پيداوار كښې معتدل نمو، د ګرانۍ شرح كښې د کمي باوجود د ټيکس وصولي زياته شوې٬ کمزورو طبقو ته ريليف وركولو ته وړومبۍ پاملرنه كوٶ۔ د بلال اظهر کياني د قامي معيشت چارو په اړه پرېس بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وزير مملکت بلال اظهر کياني وئيلي دي مجموعي قامي پيداوار كښې معتدل نمو، د ګرانۍ په شرح كښې د کمي باوجود د ټيکس وصولي زياته شوې، د روان مالي كال په مهال تر لاسه شوې معاشي استحکام له به په تل پاتې بنيادونو وده وركولې شي، تر دسمبر كال 2028 به د کراچۍ نه تر روهړي اېم اېل ون او د روهړي څخه تر نوکنډي د اېم اېل تھري سيکشن بشپړولو هڅې كوٶ٬ وزيراعظم د هېواد معيشت كښې د نجي څانګې فعاله شموليت او په کليدي کردار باور لري٬ د وزيراعظم په امر د نيشنل ټيرف کميشن په حواله يو خاص كمېټي جوړه كړې شوې ۔ د ګل په ورځ د قامي معيشت چارو په اړه د پرېس بريفنګ په مهال وزير مملکت بلال اظهر كياتي ووئيل په تير يو نيم كال نه د اوپن اكانومي د استحكام سفر په كاميابۍ سره روان دے، د ګرانۍ په شرح كښې كمے راغلے٬ د پرائمري بېلنس هدف سر كړے شوے، د جي ډي پي په تناسب سره د ټېكسونو په شرح كښې اضافه شوې ٬ د تېر كال د ګرانۍ 23 فيصده شرح سږ كال 4.5 فيصده ته راغلې ده٬ 14 كالو كښې په وړومبي ځل د حسابات جاريه په کھاتو كښې توازن فاضل شوے دے، دې سره د زرمبادله په پانګو كښې اضافه شوې ٬ پاليسي رېټ د 22 فيصد نه 11 فيصد كچې ته راغلے دے۔ ده ووئيل تېر كال بيا بيا وئيل كېدل چې مني بجټ به راځي خو ولې حكومت د پرائمري بيلنس هدفونه سر كړل او مني بجټ هم وړاندې نه كړے شو۔ ده ووئيل د توان پشمول په بېلو څانګو كښې د اصلاحات سلسله روانه ده چې په نتيجه كښې يې د برېښنا په بيعه كښې كمے راغلے دے ٬ د نجكارۍ عمل هم مخ په وړاندې روان دے، د فرسټ ويمن بنك كاميابه نجكاري شوې٬ راتلونكې مياشت كښې به د پي آئي اے په نجكارۍ كښې پيشرفت اوشي۔ بلال اظهر کياني ووئيل د اېف بي آر او ټيکسونو په څانګه كښې د اصلاحات بهتر نتجې رامخې ته كېږي٬ د انفورسمنټ په مد كښې د ټيکس په محصولات كښې اضافه آٓئي اېم اېف هم تسليم كړې ده٬ په مجموعي قامي پيداوار كښې معتدل نمو او د ګرانۍ په شرح كښې د كمي باوجود د حكومتي اقدامات په نتيجه كښې د ټېكس وصولي زياته شوې ده۔ وزير مملکت ووئيل معيشت كښې د مثبت بدلونونو له امله اوس د واضحه بهترۍ اميد پېدا شوے دے۔ ده ووئيل د بجلۍ د تقسيم کار کمپنو د نجكارۍ عمل په تندۍ سره روان دے۔











