د كنټرول لائن دواړو اړخونو ته او په ګرده نړۍ كښې ميشته كشميريانو توره ورځ ولمانځله

سرینګر۔27اکتوبر(اے پی پی) د كنټرول لائن دواړو اړخونو ته او په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريانو په جمو وكشمير د هند د 78 كلنې غېر قانونې قبضې غندنه وكړه او د آزادۍ تحريك روان ساتلو له يۍ د خپل عزم پخلي كولو سره د اكتوبر 27 مه نېټه د تورې ورځې په توګه ولمانځله۔ د کشمیر ميډيا سروس له مخې د تورې ورځې لمانځلو غږ كل جماعتي حريت كنفرنس كړے …

سرینګر۔27اکتوبر(اے پی پی) د كنټرول لائن دواړو اړخونو ته او په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريانو په جمو وكشمير د هند د 78 كلنې غېر قانونې قبضې غندنه وكړه او د آزادۍ تحريك روان ساتلو له يۍ د خپل عزم پخلي كولو سره د اكتوبر 27 مه نېټه د تورې ورځې په توګه ولمانځله۔ د کشمیر ميډيا سروس له مخې د تورې ورځې لمانځلو غږ كل جماعتي حريت كنفرنس كړے ؤ۔ په مقبوضه جمو و کشمیر كښې هندي پوليس خلقو او دكاندارانو ته خبردارے وركړے ؤ چې د كاروبار بند ساتلو په صورت كښې به ناوړې نتيجې زغمل وي ٬ د كشمير وادۍ او جمو سيمه كښې په اولسي هلو ځلو نظر ساتلو له كېمرې لګولې شوې وې ولې بياهم په كشمير ٬ پاكستان ٬ اروپا ٬ امريكا او نورو پلازمينو كښې په دې لړ كښې احتجاجي لاريونونه او سيمينار وكړے شول او تور بېرغونه پورته كړے شول۔ هند په كال 1947 كښې په ننۍ ورځ د نيمې اوچې منصوبې خلاف ورزي كولو سره د كشميري اولس د مرضۍ په ضد سرينګر ته خپل پوځونه داخل كړې وو او په كشمير يۍ جبري قبضه كړې وه۔ کل جماعتی حریت کنفرنس په سرينګر كښې جاري شوي يو بيان كښې ملګرو ملتونو او نړيوالې ورورولۍ ته اپېل وكړو چې هغه د سلامتي كونسل په قراردادونو عمل درآمد باوري كولو سره خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ په بيان كښی د مسرت عالم بټ، شبیر احمد شاہ، یاسین ملک او آسیه اندرابی په شمول د نظر بند ټولو حريت لارښودو د خوشې كېدو غوښتنه هم وكړې شوه۔ د كشمير ميډيا سروس د تحقيق څانګې يو رپورټ كښې وئيلې شوي دي د هند ځواكونو د كال 1947 څخه تر دې دمه 5 لكه څخه زيات كشميري وګړي شهيدان كړي دي په كومو كښې چې يوازې په جموں سميه كښې درې نيم لكه كسان وژلې شوي دي ٬ 35 لکه څخه زيات كشمير وګړي آزاد كشمير ٬ پاكستان او نورو هېوادونو ته په هجرت كولو مجبور شوي۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي د كال 1989 جنورۍ مياشتې څخه تر دې دمه 96 زره 476 کشمیريان شهيد كړے شول۔ د تورې ورځی په موقع په مظفرآباد، میرپور، کوټلی، باغ، بھمبر او د راولاکوټ په شمول د آزاد كشمير په بېلو ښارونو كښې د هند په ضد احتجاجي لاريونونه وويستل شول۔ مظاهرچيانو د ” گو انډیا ګو بېک” او ” مونږ څه غواړو؟ آزادي ” نعرې وهلی۔ كشميري اولس سره د يووالي څرګندونې له په اسلام آباد كښې د كشميري چارو وفاقي وزير امير مقام د يو لاريون مشري وكړه۔ په اسلام آباد او مظفرآباد كښې پاكستان او هند لپاره د ملګرو ملتونو پوځي مبصرين ګروپ ته يادښتونه وړاندې كړې شول په كومو كښې چې د كشمير په اړه د ملګرو ملتونو په قراردادونو د عملدرآمد غوښتنه شوې ده۔ امريكائي ښار اسپرنګ فیلډ ورجینیا كښې د ورلډ کشمیر اویئرنیس فورم تر اهتمام لاندې يو سيمينار وكړے شو په كوم كښې چې پاکستاني تارکین وطن ، دانشورانو او د بشري حقونو غړو ګډون وكړو۔ سيمينار ته خطاب كوونكو په نړيواله ورورلۍ زور راوړو چې هغه دې د كشمير په اړه د ملګړو ملتونو په قراردادونو عملدرآمد باوري كړي۔

مزید خبریں