د پريس انفارميشن ډيپارټمنټ ګلګت تر اهتمام لاندې د كشمير تورې ورځې په موقع سيمينار

ګلګت۔27 اکتوبر(اے پی پی) د پرېس انفارمېشن ډیپارټمنټ ګلګت تر اهتمام لاندې د كشمير تورې ورځې په مناسبت سره سيمينار وشو په كوم كښې چې خبريالې ورورولۍ او د سول سوسائتۍ استازو ګډون وكړو۔ د دستورې مشري د پرېس انفارمېشن ډیپارټمنټ ډپټی ډائرېکټر پیارعلی وكړه۔ په دې موقع خپل خطاب كښې ده ووئيل په 27 اکتوبر1947 د هند لخوا په جمو وكشمير هند غېر قانوني قبضه د تاريخ يو تور …

ګلګت۔27 اکتوبر(اے پی پی) د پرېس انفارمېشن ډیپارټمنټ ګلګت تر اهتمام لاندې د كشمير تورې ورځې په مناسبت سره سيمينار وشو په كوم كښې چې خبريالې ورورولۍ او د سول سوسائتۍ استازو ګډون وكړو۔ د دستورې مشري د پرېس انفارمېشن ډیپارټمنټ ډپټی ډائرېکټر پیارعلی وكړه۔ په دې موقع خپل خطاب كښې ده ووئيل په 27 اکتوبر1947 د هند لخوا په جمو وكشمير هند غېر قانوني قبضه د تاريخ يو تور باب دے۔ ده ووئيل د كشمير اولس دغه وخت څخه تر نن ورځې خپل بنيادي حق ٬ د خپلواكۍ حق له قربانۍ وركوي۔ پیار علی ملګرو ملتونو او نړيوالې ورورلۍ څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې په كشمير كښې د هندي ظلمونو نوټس واخلي او د كشمير مسئله دې د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې حل كولو له خپل عملي کردار ترسره كړي۔ د سيمينار په پايه كښې د كشمير شهيدانو روحونو ته ثواب رسولو له دعا وكړې شوه او د دې لوظ پخلے وكړے شو چې د ګلګت بلتستان اولس به د كشميري اولس ترڅنګ ولاړ پاتې وي