بیجنګ۔27 اکتوبر(اے پی پی) په بيجنګ كښې د پاكستان سفارتخانې د ګل په ورځ د كشمير تورې ورځی په مناسبت سره د يوې باوقاره دستورې اهتمام وكړو۔ په دې ورځ په كال 1947ء كښې هندي ځواكونو په غېر قانوني توګه په جمو وكشمير قبضه كړې وه۔ د دستورې مقصد په كشميري اولس روان ظلم او زياتې او د هند غېر قانوني قبضه په ډاګه كول وو۔ په بيجنګ كښې د …
بيجينګ كښې د پاكستان په سفارتخانه كښې د كشمير تورې ورځې دستوره ٬ د پاكستان سفير د كشمير په مسئله د چين ملاتړ وستائېلو

مزید خبریں
بیجنګ۔27 اکتوبر(اے پی پی) په بيجنګ كښې د پاكستان سفارتخانې د ګل په ورځ د كشمير تورې ورځی په مناسبت سره د يوې باوقاره دستورې اهتمام وكړو۔ په دې ورځ په كال 1947ء كښې هندي ځواكونو په غېر قانوني توګه په جمو وكشمير قبضه كړې وه۔ د دستورې مقصد په كشميري اولس روان ظلم او زياتې او د هند غېر قانوني قبضه په ډاګه كول وو۔ په بيجنګ كښې د پاكستان سفارت خانې لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دستورې په مهال د صدر مملكت ٬ وزيراعظم او نائب وزيراعظم او خارجه وزير پېغامونه واورولې شول په كومو كښې چې د كشميري اولس د خپلواكۍ حق عادلانه هڅو لپاره د پاكستان لخوا د اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ عزم پخلے وشو۔ په پېغامونو كښې د قابضو ځواكونو لخوا د بشري حقونو د خلاف ورزيو سخته غندنه هم وكړې شوه۔ په چين كښې د پاكستان سفير خليل هاشمي دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل د دې ورځې لمانځلو مقصد په نړيواله كچه پوهاوې رامخې كول او د نړيوال قانون د احترام اهميت تكرارول دي۔ ده د كشمير په مسئله د چين د ملاتړ ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د كشمير مسئلې زر تر زره او عادلانه حل د سوئيلي آسيا امن لپاره ضروري دے۔ په دستوره كښې يو دستاويزي فلم هم وښودلے شو په كوم كښې چې د كشميري اولس ناوړه حالت په ډاګه كړے شو۔ ګډون كوؤنكو د دستورې په پايه كښې د عكسونو نندارتون وكتلو په كوم كښې چې په كشمير كښې د بشري حقونو روانو خلاف ورزو عكاسي وكړې شوه









