ډونلډ ټرمپ د تجارتي او دفاعي لوظ نامې لپاره ټوكيو ته روان شو٬ د صدر شي جن پنګ سره د ملاقات امكان

ټيوكيو۔ كوالالمپور۔ 27 اكتوبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د جاپان پايه تخت ټوكيو ته روان شوے دے ٬ چرته به چې د جاپان بادشاه ناروهيتو او نوي ټاكلې شوې وزيراعظمې سانائے تاكائچي سره ملاقاتونه كوي۔ د رائټرز تر مخه د هغه دا دوره په ايشيا كښې تجارتي لوظ نامو ٬ سرمايه كارۍ او دفاعي مرستې ته د ودې وركولو لپاره په جقصد ده۔ د امرېكې صدر …

ټيوكيو۔ كوالالمپور۔ 27 اكتوبر (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د جاپان پايه تخت ټوكيو ته روان شوے دے ٬ چرته به چې د جاپان بادشاه ناروهيتو او نوي ټاكلې شوې وزيراعظمې سانائے تاكائچي سره ملاقاتونه كوي۔ د رائټرز تر مخه د هغه دا دوره په ايشيا كښې تجارتي لوظ نامو ٬ سرمايه كارۍ او دفاعي مرستې ته د ودې وركولو لپاره په جقصد ده۔ د امرېكې صدر د روانېدو نه وړاندې په سوشل ميډيا ټروته سوشل وليكل د ملېزيا كاميابه دوره مې مكمل كړه او د تجارت او معدنيات لويې لوظ نامې تر سره شوې او تر ټولو هر څه د كمبوډيا او تهائي لېنډ تر مينځه امن لوظ نامه باندې لاس ليك وشو۔ اوس جاپان ته روانېږم ۔ د صدر ټرمپ د جنوبي كوريا دوره به د چين صدر شي جن پنګ سره د ممكنه ملاقات نه پس اختتام ته رسي۔ دواړه لارښود د نړۍ لويو معيشتونو تر مينځه د ممكنه تجارتي شخړې بيا رامخې ته كېدو مخ نيوي لپاره به خبرې اترې كوي۔

مزید خبریں