د آزادۍ غږ پورته كوٶنكې كشميري مشران نن هم د هند په زندان كښې پراته دي٬ پاكستان به په هر فورم د كشميريانو د خپلواكۍ د حق خبره كوي۔ د انجينئر امير مقام حريت مشرانو سره د تورې ورځ لاريون او دستورې ته وېنا

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران وفاقي وزير انجينئر اميرمقام وئيلي دي د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې د څو لسيزو راهسې ظلم او بربريت روان دے٬ د آزادي غږ پورته كوٶنكي كشميري مشران نن هم د هند په زندان كښې پراته دي، مونږ به د كشميريانو سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتو٬ د پاك پوځ كردار …

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران وفاقي وزير انجينئر اميرمقام وئيلي دي د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې د څو لسيزو راهسې ظلم او بربريت روان دے٬ د آزادي غږ پورته كوٶنكي كشميري مشران نن هم د هند په زندان كښې پراته دي، مونږ به د كشميريانو سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتو٬ د پاك پوځ كردار په سبب كشمير كاز په نړيواله كچه وده موندلې۔ ده دا خبرې په اسلام آباد كښې حريت مشرانو سره د كشمير تورې ورځ مركزي دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړهې٬ کشميريانو سره د يووالي څرګندونې لپاره د راډيو پاكستان نه تر ډي چوك د امير مقام په مشرۍ كښې لاريون وشو چې پكښې خارجه سيکرټري آمنه بلوچ، د خارجه دفتر وياند طاهر اندرابي، د جمو و کشمير لبريشن سيل، د حريت مشرانو عبدالحميد لون ، فاروق رحماني ،د کشمير کميټي چيئرمېن رانا قاسم نون او د پاکستان بيت المال سرپرست اعليٰ زمرد خان، سرکاري چارواكو او د اطلاعات او خپرونو٬ د خارجه وزارت نمائندګانو او نورو حريت مشرانو ګډون وكړېو٬ دغسې په دې مهال سياسي و سماجي مشران٬ د بېلو سكولونو او كالجونو زده كوٶنكي هم موجود وو ٬ ګډون كوٶنكو پلے كارډز او بېنرز پورته كړي وٶ چې پرې د كشميريانو په حق كښې نعرې ليك وې۔ لاريون ته خپلې وېنا وفاقي وزير د ګډون كوٶنكو مننې كولو سره وفاقي وزير ووئيل 27 اكتوبر ھغه ورځ ده كله چې هند په كشمير غېر قانوني قبضه وكړه،انجينئر اميرمقام ووئيل د ٓآزادي غږ پورته كوٶنكي كشميري مشران نن هم د هند په زندان كښې پراته دي٬ د كشميريانو جذبې او عزم ته سلام كوم٬ نن هم كشميريان آزادۍ لپاره ھغه جذبه لري كومه چې په كال 1947 كښې وه، ده ووئېل د لكهونو په شمېر كشميريان آزادۍ لپاره شهيدان شوي٬ د آزادي غږ پورته كوٶنكي كشميري مشران نن هم د هند په زندان كښې دي٬ ده ووئيل هندي واكمن د ياسين ملك د پهاڼسۍ پلان جوړوي٬ د 7 زره نه زيات كشميري بنديوانان په زندانونو كښې شهيدان شوي٬ د لكهونو په شمېر د كشميريانو خونې ړنګې كړې شوي٬ د لكهونو په شمېر ماشومان يتيمان او د زرګونو په شمېر مېرمنې كونډې شوې دي٬ دهة ووئېل د 9 لكه نه زيات هندي عسكر په جمو و كشمير كښې تعينات دي، هلته په ميډيا بندېز دے٬ انټرنېټ بند كړے شوے او د كشميريانو غږ د نړۍ څخه پټولې كېږي،حريت مشرانو په ستونزمنده وضعه كښې د كشمير مسئله ژوندۍ ساتلې ده۔ ده ووئيل مونږ به د كشميريانو سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتو٬ ده ووئيل وزير اعظم شهباز شريف په هر نړيوال فورم د كشمير مقدمه وړاندې كړې٬ نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار هم د کشمير کاز مؤثره نمائندګي كړې۔ ده ووئيل چ پاك پوځ د فيلډ مارشل عاصم منير په مشرۍ كښې بشپړ كردار لوبولے٬ د پاك پوځ د كردار په سبب كشمير كاز په نړيواله كچه وده موندې۔ ده ووئيل نن هم زمونږ ھغه نعره ده كومه چې د باني پاكستان وه چې كشمير زمونږ د ش رګ دے۔ ده ووئيل د كشمير مسئلې سپېځلې حل نه غېر په منطقه كښې تل پاتي امن ممكن نه دے او د كشميريانو د رائے نه غېر يو حل د قبلېدو وړ نه دے٬ ده ووئېل نن ګرد هېواد، ګلګت بلتستان او آزاد کشمير كښې توره ورځ لمانځلې كېږي٬ د خارجه وزارت د لارې په بهرني پاكستاني مشنز كښې هم توره ورځ لمانځلې كېږي٬ ګردې نړۍ ته دا پېغام وركړے كېږي چې د کشمير مسئله د نړيوال نوعيت كشاله ده٬ د دې مسئلې هواري نه غېر په منطقه كښې تل پاتې امن ممكن نه دے ۔ لاريون ته حريت رهنما فاروق رحماني د كشمير كمېټۍ چيئرمېن رانا قاسم نون او نورو هم وېنا وكړه۔

مزید خبریں