د هند په غير قانوني قبضه كړي جمو وكشمير كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ روانې دي: د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي پيغام

اسلام آباد۔27 اکتوبر(اے پی پی) د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي د كشمير تورې ورځې په موقع د كشميري اولس سره د بشپړه يووالي څرګندونې كولو سره وئيلي دي 27 اكتوبر 1947ء د كشمير د تاريخ هغه توره ورځ ده كله چې هند په جمو وكشمير خپله غېر قانوني قبضه وكړه۔ په خپل پېغام كښې ده ووئيل كشميري اولس آزادۍ لپاره ځانګړې قربانۍ وركړې دي او هغوي نن هم مضبوط …

اسلام آباد۔27 اکتوبر(اے پی پی) د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي د كشمير تورې ورځې په موقع د كشميري اولس سره د بشپړه يووالي څرګندونې كولو سره وئيلي دي 27 اكتوبر 1947ء د كشمير د تاريخ هغه توره ورځ ده كله چې هند په جمو وكشمير خپله غېر قانوني قبضه وكړه۔ په خپل پېغام كښې ده ووئيل كشميري اولس آزادۍ لپاره ځانګړې قربانۍ وركړې دي او هغوي نن هم مضبوط عزم لري۔ ده ووئيل د آزادۍ د قيمت تپوس دې د كشميري اولس څخه وكړے شي كوم چې د څو لسيزو څخه د هند تسلط تر سيوري لاندې ژوند كوي۔ وفاقي وزير ووئيل د 5 اګست 2019 غېر قانوني اقدامات د هند عزائم په ډاګه كړې دي۔ ده ووئيل په جمو وكشمير كښې د بشري حقونو روانو خلاف ورزو بايد نړۍ نوټس واخلي۔ وفاقی وزیر په دې خبره زور راوړو چې د كشمير مسئله يوازې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كېدې شي۔ ده ووئيل پاكستان به د كشميري اولس اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ په هر يو نړيوال فورم دوامداره ساتي۔ ده ووئيل د کشمیري اولس د آزادۍ ستړې د هغوي د خپلواكۍ د حق علامت دي بلكې دا په سوئيلي آسيا كښې د تلپاتي امن ضامن دي۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاكستان به تل كشميري اولس سره ولاړ پاتې وي او د آزادۍ ستړو كښې به په هره كچه د هغوي مرسته روانه ساتي

مزید خبریں