د هند او چين تر مينځه 5 كاله پس نيغ په نيغه پروازونه بحال شول

نوے ډيلے ۔27اکتوبر (اے پي پي) د هند او چين تر مينځه د چین (مین لینډ) سيمې لپاره نيغ په نيغه فضائي سروس بيا پېل شوے دے ۔ د شنهوا تر مخه د هند چارواكو ووئېل د اتوار په شپه د کولکته نه د چین ځګوانګ ژو (Guangzhou) ښار لپاره وړومبے پرواز روان شو ۔ دا پرواز د نیتاجي سوبھاش چندر بوس نړيوالې اډې نه د انډیګو ایئر لائن پرواز …

نوے ډيلے ۔27اکتوبر (اے پي پي) د هند او چين تر مينځه د چین (مین لینډ) سيمې لپاره نيغ په نيغه فضائي سروس بيا پېل شوے دے ۔ د شنهوا تر مخه د هند چارواكو ووئېل د اتوار په شپه د کولکته نه د چین ځګوانګ ژو (Guangzhou) ښار لپاره وړومبے پرواز روان شو ۔ دا پرواز د نیتاجي سوبھاش چندر بوس نړيوالې اډې نه د انډیګو ایئر لائن پرواز نمبر 6E1703 ؤ چې روان شو ،چې پكښې 176 مسافر ناست وو ۔ د انډیګو سي اي او پیئتر ایلبرز په دې مهال ووئېل نيغ په نيغه پروازونو بحالۍ سره به د دواړو هېوادونو تر مينځه د كسانو ، سامان او خیالات تګ راتګ بيا ممکن شي ، كوم به چې د نړۍ تر ټولو زیاتې آبادۍ لرونكو او په تندۍ ترقی کرونكو معیشتوتو تر مينځه اړېكې لا مضبوطې كړي ۔ د هند او چین تر مينځه نيغ په نيغه پروازونه د كال 2020 په ابتدائ پورې روان وو ، خو د کووِډ-19 وبا نه پس معطل کړے شوي وو ۔