اسلام آباد۔27 اکتوبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د كشمير تورې ورځې په موقعه كشميري اولس سره د بشپړ يووالي څرګندونې كولو سره وئيلي دي پاكستان به د كشميري اولس سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ په هر يو نړيوال فورم په پورا قوت سره روان ساتي۔ په خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل27 اکتوبر هغه ورځ ده كله چې هند په جمو وكشمير غېر قانوني …
پاكستان به په هر يو نړيوال فورم په قوت سره د كشميريانو ملاتړ روان ساتي: د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔27 اکتوبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د كشمير تورې ورځې په موقعه كشميري اولس سره د بشپړ يووالي څرګندونې كولو سره وئيلي دي پاكستان به د كشميري اولس سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ په هر يو نړيوال فورم په پورا قوت سره روان ساتي۔ په خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل27 اکتوبر هغه ورځ ده كله چې هند په جمو وكشمير غېر قانوني قبضه كولو سره د تاريخ تر ټولو زيات تور باب رقم كړو۔ هندي پوځ كال 1947 راهيسې مقبوضه وادي د ظلم ٬ جبر او رياستي ترهګرۍ په عقوبت خانه بدله كړې ده۔ ده ووئيل پېلټ ګنز ٬ جبري بې دركۍ ٬ ماورائے عدالت وژنې او د مېرمنو تذليل په څير ظلمونه د هند مكروهه څېره په ډاګه كوي۔ محسن نقوي د كشمير شهيدانو ٬ حريت لارښودو ٬ بنديوانو او مظلومو كورنيو ته سلام كولو سره ووئيل دې مېړني اولس كله هم د هند ظلم په وړاندې سر نه دې ټيټ كړے۔ د زرګونو په شمېر كشميري ځوانانو د آزادۍ قيمت د خپلو ځانونو په قربانۍ ادا كړے دے۔ وفاقي وزير ووئيل مېډیا بلېک آؤټ، د انټرنېټ بنول او پوځي محاصرې وادي په زندان بدله كړې ده چرته چې هر يو غږ غلے كولې شي۔ ده ووئيل د بشري حقونو تنظيمونو د هند د ظلمونو په ضد يو شمېر وارې غږ پورته كړے خو د نړۍ خاموشي د انصاف د نړيوال نظام نه يوه پژښتنه رامخې ته كو۔ وفاثقي وزير محسن نقوی ووئيل د ملګرو ملتونو قراردادونه دا په ښكاره توګه تسليموي چې د كشمير اولس د خپل سباؤن پرېكړه پخپله د كولو حق لري خو هند دا قراردادونه له مينځه وړولو سره نه يوازې نړيوال قانون بلكې د انسانيت حرمت هم مجروح كړے دے۔ د قائد اعظم (رح) د قوم’’کشمیر د پاکستان شه رګ دے‘‘ حواله وركولو سره ووئيل دا يوازې يوه جمله نه بلكې زمونږ د قامي تشخص علامت ده۔ ده زياته كړه چې د كشمير مسئلې حل يوازې د كشميري اولس د هيلو او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې ممكن دے۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان به د ظلم په ضد روانو ستړو كښې د كشميري اولس تر څنګ ولاړ پاتې وي۔











