اسلام آباد۔27اکتوبر (اے پي پي) د وزیراعظم د سیاسي چارو صلاحكار سینیټر رانا ثناء اللہ وئېلي دي د 27 اکتوبر ورځ مونږ ته د هند په غیر قانوني تسلط لاندې د جموں و کشمیر په اولس د كړو ظلمونو يادګېرنه كوي ۔ خپل بیان كښې ده ووئېل په 27 اکتوبر 1947 هند په جموں و کشمیر غیر قانوني قبضه كړې وه ، د هند دا غاصبانه عمل د کشمیري اولس …
د کشمیري اولس د منصفانه هلو ځلو اخلاقي ، سیاسي او سفارتي مرسته به روانه ساتوو ، د وزیراعظم صلاحكار سینیټر رانا ثناء اللہ پیغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔27اکتوبر (اے پي پي) د وزیراعظم د سیاسي چارو صلاحكار سینیټر رانا ثناء اللہ وئېلي دي د 27 اکتوبر ورځ مونږ ته د هند په غیر قانوني تسلط لاندې د جموں و کشمیر په اولس د كړو ظلمونو يادګېرنه كوي ۔ خپل بیان كښې ده ووئېل په 27 اکتوبر 1947 هند په جموں و کشمیر غیر قانوني قبضه كړې وه ، د هند دا غاصبانه عمل د کشمیري اولس په حق خود ارادیت يو نيغ په نيغه بريد ؤ ۔ رانا ثناءاللہ ووئېل په دغه خفګاني ورځ زه د خپلو کشمیریانو ورونړو خوېندو سره په بشپړه توګه د يو والي څرګندونه كوم ۔ مونږ د کشمیریانو لازواله قربانیو او د لسيزو نه د آزادۍ په روانو هلو ځلو هغوي ته سلام كوو ۔ ده ووئېل د کشمیر اولس ثابت کړه چې هغه به د هند جبر قبول نه كړي ، د کشمیري اولس ثابت قدمي او انصاف لپاره غیر متزلزل عزم زمونږ لپاره د لارې مشال دے ،مونږ به د كشميري اولس د منصفانه هلو ځلو اخلاقي، سیاسي او سفارتي مرسته روانه ساتوو ، ده ووئېل ملګرو ملتونو له د غیر قانوني تسلط لاندې جموں و کشمیر كښې د بشبري حقونو د خلاف ورزیو نوټس اغستل غواړي ۔ رانا ثناءاللہ ووئېل نړيواله ورورولي دې دا زړه شخړه د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل قراردادونو تر مخه هواره کړي ۔ ده ووئېل د کشمیر مسئله يوازې د کشمیریانو نه ده ، بلکه د انسانیت او د نړيوال انصاف مسئله ده ۔ اللہ تعالیٰ دې کشمیر اولس زر تر زره د آزادۍ په نعمت سرفراز كړي ۔










