د كنټرول لائن دواړو اړخو ته او په ګرده نړۍ كښې ميشته كشميريان نن توره ورځ لمانځي

سرینګر۔27 اکتوبر(اے پی پی) د كنټرول لائن دواړو اړخو ته او په ګرده نړۍ كښې نن د اكتوبر په 27 مه نېټه مېشته كشميريان توره ورځ لمانځي چې مقصد يۍ نړۍ ته دا پېغام وركول دي چې هند د دوئي په مورني وطن غېر قانوني او د دوئي له خوښې نه پرته قبضه كړې ده۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د تورې ورځې لمانځلو غږ كل جماعتي حريت كنفرنس …

سرینګر۔27 اکتوبر(اے پی پی) د كنټرول لائن دواړو اړخو ته او په ګرده نړۍ كښې نن د اكتوبر په 27 مه نېټه مېشته كشميريان توره ورځ لمانځي چې مقصد يۍ نړۍ ته دا پېغام وركول دي چې هند د دوئي په مورني وطن غېر قانوني او د دوئي له خوښې نه پرته قبضه كړې ده۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د تورې ورځې لمانځلو غږ كل جماعتي حريت كنفرنس كړے دے۔ د هندي پوځ لخوا په 27 اكتوبر 1947 په سيمه د بريد او په 5 اګست 2019 د نرېندر مودي په مشرۍ كښې د هندوتوا حكومت لخوا د جموں وكشمير خصوصي حېثيت منسوخ كولو په ضد آزاد كشمير ٬ پاكستان او ګرده نړۍ كښې احتجاجي لاريونونه ويستلې شي او سيمينارونه كولې شي۔ هندي پوځ كال 1947 كښې په دې ورځ د نيمې اوچې د وېش ښكاره خلاف ورزي كولو سره په جمو وكشمير بريد كړے ؤ او د كشميري اولس له خوښې نه پرته يۍ په دې سيمه غېر قانوني قبضه كړې وه۔ په دې موقع كل جماعتي حريت كنفرنس نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې د كشميريان په مورني وطن د هند قبضې ختمولو له مرسته وكړي۔ حریت کنفرنس د خپل چيئرمېن مسرت عالم بټ ٬ شبير احمد شاه ٬ ياسين ملك ٬ آسيه اندرابي ٬ ناهيده نسرين ٬ فهميده صوفي ٬ نعميم احمد خان ٬ اياز اكبر ٬ پېر سېف ٬ راجه معراج الدين كلوال ٬ بلال صديقي ٬ مولوي بشري عرفاني ٬ مشتاق الاسلام ٬ عبد الاحد پره ٬ ظفر اكبر بټ او خرم پروېز په شمول په غېر قانوني توګه د نظر بند ټولو سياسي بنديانو د سمدستي خوشې كولو د غوښتنې پخلېے هم وكړو۔

مزید خبریں