پېښور ۔ 27 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په مشرۍ كښې د كشمير تورې ورځې په موقعه وزيراعلی سېكرټرېټ څخه تر ګورنر هاؤس لاريون وويستلے شو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په لاريون كښې سركاري چارواكو ٬ د سول سوسائټۍ غړو او ګڼ شمېر زده كوؤنكو ګډون وكړو۔ په لاريون كښې ګډون كوؤنكو په جمو وكشمير كښې د هندي رياستي ظلم او …
د خيبر پښتونخوا ګورنر په مشرۍ كښې د كشمير تورې ورځې په موقعه لاريون
پېښور ۔ 27 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په مشرۍ كښې د كشمير تورې ورځې په موقعه وزيراعلی سېكرټرېټ څخه تر ګورنر هاؤس لاريون وويستلے شو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په لاريون كښې سركاري چارواكو ٬ د سول سوسائټۍ غړو او ګڼ شمېر زده كوؤنكو ګډون وكړو۔ په لاريون كښې ګډون كوؤنكو په جمو وكشمير كښې د هندي رياستي ظلم او جبر غندنه او كشميري اولس سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ ګډون كوؤنكو پلے كارډز پورته كړي وو په كومو چې د هندي ظلم او جبر په ضد نعرې درج وې۔









