27 اکتوبر د تاريخ توره ورځ ده،هند د کشميريانو د خوښې په ضد قبضه کړې۔اورنګزيب خان کھچي

اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي وئيل چې پاکستان 27 اکتوبر د توري ورځ په توګه لمانځي دغسې چې د هند په قبضه كښې جموں و کشمير د غير قانوني تسلط غندنه وكړې شي۔د اتوار په روځ په خپل پيغام كښې وفاقي وزير ووئيل 27 اکتوبر 1947 د تاريخ توره ورځ ده كله چې د هند عسكرو د کشميريانو …

اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي وئيل چې پاکستان 27 اکتوبر د توري ورځ په توګه لمانځي دغسې چې د هند په قبضه كښې جموں و کشمير د غير قانوني تسلط غندنه وكړې شي۔د اتوار په روځ په خپل پيغام كښې وفاقي وزير ووئيل 27 اکتوبر 1947 د تاريخ توره ورځ ده كله چې د هند عسكرو د کشميريانو په خوښې په ضد او د ملګرو ملتونو قراردادونو ښكاره خلاف ورزي کولو سره په جموں و کشمير ناجائز قبضه کړی۔ده ووئيل دا ورځ نړۍ ته د هغه لوظ يادګيرنه كوي كومه چې کشميرياننو سره د خپلواكۍ حق په اړه تر نن نه ده پوره شوي۔اورنګزيب خان کھچي په ډاګه كړه چې پاکستان به د کشميريانو سياسي، اخلاقي او سفارتي حمايت روان ساتي تر څو چې هغوې د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو كښې نه وي كامياب شوي۔ده د نړيوالي ورورولۍ څخه ٬ د انساني حقونو تنظيمونو او نړيوالو طاقتونو څخه غوښتنه وكړه چې مقبوضه کشمير كښې د هندي عسكرو د اړخه د انساني حقوق د خلاف ورزو نوټس واخلي او سوئيلي اسياﺀ كښې امن لپاره خپل كردار ترسره كړي۔

مزید خبریں