اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د برتانيې هائي کمشنري جين ميريټ او د امريكې لنډمهاله سفيري نيټلي بيکر جلا جلا ملاقاتونه كړي۔ ملاقاتونو كښې په دوه اړخيزه اړيكو،د سيمې په مجموعي صورتحال او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوي۔د منشيات مخنيوي ، انساني قاچاق او سکيورټي څانګو كښې په مرسته زياتولو خبري اتري شوي۔په دې موقع د …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د برتانيې هائي کمشنري جين ميريټ او د امريکې لنډمهاله سفيري نيټلي بيکر جلا جلا ملاقاتونه

مزید خبریں
اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د برتانيې هائي کمشنري جين ميريټ او د امريكې لنډمهاله سفيري نيټلي بيکر جلا جلا ملاقاتونه كړي۔ ملاقاتونو كښې په دوه اړخيزه اړيكو،د سيمې په مجموعي صورتحال او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوي۔د منشيات مخنيوي ، انساني قاچاق او سکيورټي څانګو كښې په مرسته زياتولو خبري اتري شوي۔په دې موقع د كورنيو چارو وزير محسن نقوي 5 كاله پس د برتانيې لپاره فضائي آپريشن په پېل كولو د برتانيې حکومت او هائي کمشنري جين ميريټ مننه وكړه۔د برتانيې هائي کمشنري او د امريكې لنډمهاله سفيري د منشيات په ضد د پاك بحريه اوسنې آپريشن وستائلو۔د برتانيې هائي کمشنري د كورنيو چارو وزير د برتانيې نېشنل کرائم ايجنسي ډائريکټر جنرل رارواني مياشت د پاکستان دورے په اړه خبر كړو۔ محسن نقوي ووئيل د برتانيې هائي کميشن په مرسته سينټر آف ايکسيلنس په شان منصوبے به د پاکستان ادارو د كار استعداد زياتولو كښې مرستياله وګرځي۔ د برتانيې هائي کمشنري ووئيل پاکستان سره اړيكې مهمي ګڼي۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي ووئيل پاکستان د نړيوالي ورورولۍ سره په ګډه د تره هګرۍ ختمولو له لوظي دے۔د امريكې لنډمهاله سفيري ووئيل د ترهه ګرۍ او انتهاء خوښۍ ختمولو له د پاکستان هڅي د ستائنې وړ دي، سکيورټي او ترهه ګرۍ مخنيوي څانګو كښې به مرسته روانه ساتلے شي۔











