د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي نائيك سېف علي جنجوعه شهيد نشان حيدر ته پيرزوئنې وړاندې كړي

اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په كال 1948 كښې پيرکليوا په محاذ هيرو نائيك سېف علي جنجوعه شهيد نشان حيدر ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې نائيك سېف علي جنجوعه شهيد د دښمن پيش قدمي ودرولو سره عسکري تاريخ كښې د بهادرۍ او شجاعت مثال جوړ كړې۔د اتوار په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له …

اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په كال 1948 كښې پيرکليوا په محاذ هيرو نائيك سېف علي جنجوعه شهيد نشان حيدر ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې نائيك سېف علي جنجوعه شهيد د دښمن پيش قدمي ودرولو سره عسکري تاريخ كښې د بهادرۍ او شجاعت مثال جوړ كړې۔د اتوار په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د كورنيو چارو وزير ووئيل نائيك سېف علي جنجوعه شهيد د دښمن يلغار ودرولو سره تاريخ كښې د جرات نه هيرونكې باب جوړ كړے، بهادر سپوت د دښمن د ګوله بارۍ باوجود مورچے څخه نه دې په شا شوے او ژوبل حالت كښې هم د لكه د غر ولاړ وو۔ محسن نقوي ووئيل نائيك سېف علي جنجوعه شهيد په هېواد د قربانيدو غيرمتزلزل عزم نن هم ژوندے دے، نائيك سېف علي جنجوعه شهيد د دښمن پيش قدمي ودرولو سره په عسکري تاريخ كښې د بهادرۍ او شجاعت ځانګرے مثال جوړ كړې،د نائيك سېف علي جنجوعه قربانۍ ثابت کړې چې سپاهي د ټوپك سره سره د ايمان جذبې سره جنګيږي۔ده ووئيل د نائيك سېف علي جنجوعه شهيد په شان سپاهي د پاکستان د وسله والو ځواكونو فخر وي۔دا خبره دې ياده وي چې نائيك سېف علي جنجوعه شهيد پير کليوه راجوري په سر د هندي پوځ د يو بريګيډ مقابله د يو پلاټون نامکمل او مختصر نفرۍ سره كړي او د هند بريګيډ په شا تنمبولو سره شهيد شوے۔دغسې هغه د د مشين ګن سره د دښمن يوه الوتكه هم رانسكوره كړې وه۔

مزید خبریں