وزيراعظم محمد شهباز شريف به د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په بلنه د 27 نه تر 29 اکتوبر د رياض دوره کوي

اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف به د سعودي عرب ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان په بلنه د 27 نه تر 29 اکتوبر 2025 د يو اعليٰ كچ پلاوي مشري كولو سره د رياض دوره كوي۔په دې پلاوي كښې به نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار پشمول د وفاقي کابينې مهم وزيران شامل وي،كوم به چې د سباؤن سرمايه …

اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف به د سعودي عرب ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان په بلنه د 27 نه تر 29 اکتوبر 2025 د يو اعليٰ كچ پلاوي مشري كولو سره د رياض دوره كوي۔په دې پلاوي كښې به نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار پشمول د وفاقي کابينې مهم وزيران شامل وي،كوم به چې د سباؤن سرمايه کارۍ اقدام (اېف آئي آئي 9) نهم ايډېشن كښې ګډون كوي۔د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياند د بيان له مخې (اېف آئي آئي 9) به نړيوال لارښود ، سرمايه کار، پاليسي ساز او پوهان په يو پليټ فارم راجمع کوي چرته به چې د ’’ترقۍ کنجي: د نمو نوي پولو ترلاسه كولو ‘‘ په سرخط نړيوالو چيلنجونو او موقعو غور كولې شي۔په دې مباحثوں كښې جدت، پائيداري، معاشي شموليت او جيوپوليټيکل بدلونونو په شان مهمي چاري شامل دي۔وزيراعظم به د خپلې دورے په مهال د سعودي قيادت سره د تجارت، سرمايه کارۍ، توان او افرادي قوت په څانګو كښې د مرستي زياتولو په موقعو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ملاقاتونو كښې به په نړيوالو او سيمه ايزو چارو هم غور كولې شي۔د اېف آئي آئي 9 په موقع به وزيراعظم د نورو هېوادونو لارښودو او نړيوالو تنظيمونو مشرانو سره هم ملاقاتونه كوي۔د دې رابطو د لارې به د پاکستان د سرمايه کارۍ صلاحيت او كوټلي پرمختګ لپاره د مرستي تياري رامخې ته كولې شي كوم چې’’سوچ وكړئ ، تبادله وكړئ او عمل وكړئ ‘‘ماډل سره همغږي لري۔دا دوره د اقتصادي سفارت کارۍ قوي كولو او سرمايه کارۍ، ټيکنالوجي او كوټلي پرمختګ په څانګو كښې اسټريټجکي شراکت دارو ودي لپاره د پاکستان د عزم توثيق کوي۔

مزید خبریں