اسلام آباد 25 اكتوبر (اے پي پي) د پاكستان او ايران ترمينځه په پوله تجارتي چارو كښې پېښو مسئلو حل كولو له د دواړو هېوادونو په آفسرانو مشتمل شريكه كمېټي جوړه شوي كومه به چې لاجسټك پشمول بېلو چارو خپل حتمي رپورټ وړاندې كوي او په نتيجه كښې به ئې د ايران څخه راتلونكي تجارتي ټركونو مشكلات حل ممكن شي۔د دې خيالاتو څركندونه د پاكستان په دوره راغلي د ايران …
وفاقي وزيرعبدالعليم خان سره د ايران وزيري ملاقات،اړوندو چارواكو ته ايران څخه راتلونكي تجارتي ټركونو زر تر زره كلئيرنس باوري كولو سپارښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد 25 اكتوبر (اے پي پي) د پاكستان او ايران ترمينځه په پوله تجارتي چارو كښې پېښو مسئلو حل كولو له د دواړو هېوادونو په آفسرانو مشتمل شريكه كمېټي جوړه شوي كومه به چې لاجسټك پشمول بېلو چارو خپل حتمي رپورټ وړاندې كوي او په نتيجه كښې به ئې د ايران څخه راتلونكي تجارتي ټركونو مشكلات حل ممكن شي۔د دې خيالاتو څركندونه د پاكستان په دوره راغلي د ايران د سړك او شهري آبادۍ وزيري فرزانه صادق د وفاقي وزير عبدالعليم خان سره ملاقات كښې كړي دې نه پس د ايران وزيري د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي او تجارت وزير جام كمال خان سره شريكه غونډه وكړه چې پكښې د پاك ايران چارو تفصيلي جاج واخستلے شو۔وفاقي وزير عبدالعليم خان د ايران وزيري فرزانه صادق له باور وركړو چې ايران څخه راتلونكو تجارتي ټركونو زر تر زره كلئيرنس به باوري كولې شي كوم لپاره چې په موقع اين ايل سي، ايف بي آر او نورو اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وشوه۔ده ووئيل پاكستان ايران په خپلو تجارتي لارو چين او نورو هېوادونو كښې تجارت وړندې كوي،پاكستان سيمه ايز تجارت او شريكو رابطو له لوظي دے۔بلخوا د ملګرو ملتونو خصوصي نمائنده ژاں هنري ټاډ او وفاقي وزير عبدالعليم خان ترمينځه هم ملاقات شوې چې پكښې روډ سيفټي او محفوظ مزل په اړه په بېلو چارو د خيالاتو څركندونه شوي۔ وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل پاكستان كښې په موټرويز او سترو لارو حد رفتار بنديز، ژوبل كسانو له زر تر زره طبي امداد وركولو او ائير ايمبولنس په شان چاري معارفي كړې كيږي۔د ملګرو ملتونو خصوصي نمائنده هنري ټاډ پاكستان كښې د روډ سيفټي هڅي ستائلو سره د هر ممكن مرستي باور وركړو۔ ډائريكټر جنرل ريسكيو 1122ډاكټر رضوان نصير او آئي جي موټرويز هم ملاقات كښې موجود وو۔











