وزيرآباد 25 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د خالي په ورځ وزيرآباد ته لاړو چرته چې هغه د چوهدري شجاعت حسين د اوخي او چوهدري پرويز الهي سانډو چوهدري جاويد چټھه په مړينه لاس نيوه وكړه۔په دې موقع هغه سره د هغه ورور او ضمني انتخاباتو لپاره د وزيرآباد څخه د مسلم ليګ (ن) كانديد چوهدري بلال فاروق تارړ او ايم پي …
د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وزيرآباد ته لاړو،چوهدري جاويد چټھه په مړينه ئې لاس نيوه وكړه

مزید خبریں
وزيرآباد 25 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د خالي په ورځ وزيرآباد ته لاړو چرته چې هغه د چوهدري شجاعت حسين د اوخي او چوهدري پرويز الهي سانډو چوهدري جاويد چټھه په مړينه لاس نيوه وكړه۔په دې موقع هغه سره د هغه ورور او ضمني انتخاباتو لپاره د وزيرآباد څخه د مسلم ليګ (ن) كانديد چوهدري بلال فاروق تارړ او ايم پي اے عدنان افضل چټھه هم وو۔چوهدري جاويد چټھه په مړينه ده د غمجني كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه۔په دې موقع ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل وفاقي و صوبائي حكومت سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره ګامونه پورته كوي۔د بجلۍ بلونو كښې ريليف د دې ښكاره مثال دے دغسې فصلونو ،څاروو او نورو زيانونو هم اندازه لګولې كيږي،ډير زر به سېلاب ځپليو له د حكومت د اړخه ريليف وركړې شي۔ده د يوې پوښتني په ځتاب ووئيل كالعدم ټي ايل پي په ضد وفاقي كابينې ته د پنجاب حكومت د اړخه شواهد ترلاسه شوي چې پكښې د ټي ايل پي د اړخه د تشدد ډكي كارروائي شامل دي۔ده ووئيل مريدكے كښې د پنجاب پوليس شهيد اېس ايچ او 21 ګولۍ لګيدلے۔ده ووئيل كله چې د كالعدم ټي ايل پي د پي ټي آئي حكومت سره هم مشروط معاهده كړې وه چې د تشدد ډكي او هنګامه آرائي په شان كاروائي به نه شي كولې،د هغې هم خلاف وزري شوې۔ده ووئيل د پي ټي آئي بانيپه ضد د 190 ملين پاؤنډ كيس دے او د هغې ځواب دا نه دے چې مذهب پكښې شامل كړې شي يا د رياست مدينه غږ ولګولې شي او د خپل ځان بچ كولو هڅه وكړي،د قوم روپۍ دي،څه ډول ملك رياض له دورمه لوئ رعايت وركړې شوي۔د يوې بلي پوښتني په ځواب ده ووئيل د وزير اعلي منصب دا نه دے چې د چا عكسونه پاك كړي يا د چا د چپل سائز وركړي يا د زندان په خوا كښې په سړكونو كېښني بلكه د وزير اعلٰيٰ كار اولسي پروژې دي لكه چې ستھرا پنجاب يوه منصوبه ده دا ډول اقدامات كول چې ورسه اولس ته ګټه وشي۔ده ووئيل ارواښد جاويد چټھه د 1992 راهسې پيژنم،زما نيكه سره د دوي پخوان اړيكي دي،زمونږ سره ډير شفقت كوي۔ده د جاويد چټھه كورنۍ سره د غمرازۍ څرګندوني سره د هغه لوړو درجو لپاره دعا اوكړه۔











