اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی وئيلي چې اسلام آباد به د نړيوال معیار پايه تخت جوړولې شي،لوبي او كلتور د وګړو د تړلو مهمه ذریعه ده،ميلمستيا او خوش اخلاقی د پاکستانی قوم پهچان دے،سفارت کار به ډپلومیټك انکلیو كښې پیډل ټینس هم كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ ډپلومیټك انکلیو كښې د پیډل ټینس کورټ او فټنس …
اسلام آباد به د نړيوال معیار پايه تخت جوړولې شي ۔ د كورنيو چارو وزیر محسن نقوی

مزید خبریں
اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی وئيلي چې اسلام آباد به د نړيوال معیار پايه تخت جوړولې شي،لوبي او كلتور د وګړو د تړلو مهمه ذریعه ده،ميلمستيا او خوش اخلاقی د پاکستانی قوم پهچان دے،سفارت کار به ډپلومیټك انکلیو كښې پیډل ټینس هم كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ ډپلومیټك انکلیو كښې د پیډل ټینس کورټ او فټنس ایرینا پرانستي په موقع په خپلو خبرو كښې وكړه۔افتتاحی دستوره كښې د سمندر پوري پاكستانيانو فاقی وزیر چوهدری سالك حسین، سینیټر فیصل سلیم او د امريكې لنډمهاله سفیر نیټلی بیکر هم ګډون وكړو۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوی د امريكې لنډمهاله سفیر نیټلی بیکر،وفاقی وزیر چوهدری سالك او د سی ډی اے چیئرمېن محمد علی رندھاوا سره پیډل ټینس لوبه هم وكړه۔په دې موقع وفاقي وزير محسن نقوی ووئيل پیډل ټینس کورټ سره به ډپلومیټك کمیونټی ته د لوبو او تفریح معیاری سهولت ترلاسه شي۔لوبو او صحت مندو هلو ځلو ته وده وركوو۔ده ووئيل ډپلومیټك انکلیو ښكلا كار پېل شوې،د ښكلا كار به ډير زر بشپړ ګړې شي،ډپلومیټك کمیونټی له ټولو آسانيو وركولو كښې به كمې نه شي كولې۔ډپلومیټك کمیونټی په اسلام آباد كښې په ښه ډول پاتې كيدل او محفوظ جوړول زمونږ مقصد دے،اسلام آباد به د نړيوال معيار پايه تخت جوړولې شي،لوبي او كلتور د وګړو د تړلو مهمه ذريعه ده،ميلمستيا او خوش اخلاقی د پاکستانی قوم پهچان دے،د سي ډي اے چیئرمېن او د اسلام آباد ډپټي کمشنر هم په دې موقع موجود وو۔











