وفاقی وزیر محمد جنید انوار چوهدری سره د ایران وزیري فرزانه صادق ملاقات، دواړو هېوادونو ترمينځه سړك ، ریلوے او بحری رابطو قوي كولو سره بلیو اکانومی كښې د مرستي نوي لارو لټولو په اړه د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او ایران دواړو ګاونډي هېوادونو ترمينځه سړك، ریلوے او بحری رابطو قوي كولو سره بلیو اکانومی كښې د مرستي نوي لارو لټولو په اړه د خيالاتو څرګندونه كړي۔دا پیشرفت د خالي په ورځ د بحري چارو وفاقی وزیر محمد جنید انوار چوهدری او د ایران د روډز اینډ اربن ډویلپمنټ وزیري فرزانه صادق ترمينځه د يو اعلیٰ پائې ملاقات په مهال شوې۔ډلو …

اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او ایران دواړو ګاونډي هېوادونو ترمينځه سړك، ریلوے او بحری رابطو قوي كولو سره بلیو اکانومی كښې د مرستي نوي لارو لټولو په اړه د خيالاتو څرګندونه كړي۔دا پیشرفت د خالي په ورځ د بحري چارو وفاقی وزیر محمد جنید انوار چوهدری او د ایران د روډز اینډ اربن ډویلپمنټ وزیري فرزانه صادق ترمينځه د يو اعلیٰ پائې ملاقات په مهال شوې۔ډلو تجارت، سرمایه كارۍ او د اولس ترمينځه رابطو ته ودي وركولو لپاره سيمه ايزي رابطي زياتولو په اهميت زور راوړو۔دواړو لارښودو سمندری تجارت آسانولو، بندر ځايونو بنیادی ډھانچے ښه كولو او دواړه هېوادونه د سمندری، زمكيزي او ریل نیټ ورك د لارې تړونكي لاجسټك لارو ښه كولو په بېلو اقداماتو د خيالاتو څرګندونه كړي۔محمد جنید انوارچوهدری د پاکستان او ایران ترمينځه فیری سروس پېل كولو تجویز وړاندې كولو سره ووئيل دا به د زائرینو او سوداګرو دواړو لپاره يو آرزان او موثره ټرانسپورټ متبادل وركړي۔ده ووئيل پاکستان دې ډول سروس چلولو كښې خوښي لرونكو كوم هم ایرانی کاروباری ادارے یا کمپنۍ هركلے كوي،د ایران ایندھن کمه بيعه به مسافرو له په رعایتی او آرزانه کرایه كښې مرسته وكړي۔وفاقی وزیر ووئيل دا ډول فیری سروس به نه يواځې دوه اړخيزه تجارت زيات كړي بلكه ایران او عراق ته تلونكو زائرینو لپاره به يو آرزان د مزل آپشن هم وړاندې كړي۔د ایران وزیري فرزانه صادق د پاکستان د تجاویز هركلې كولو سره دې خبري ته سلا شوه د دواړو هېوادونو بندر ځايونه د لوئ اقتصادی اثاثو نمائندګی کوي كوم چې سيمه ايز تجارت لپاره د ګيټ ویز کار كولې شي۔دې د بندر ګاه نه تر بندرګاہ مرستي زياتولو او بحیرہ عرب او خلیج فارس كښې نوي تجارتی لارو لټولو په شريك عزم زور راوړو۔ډلو بلیو اکانومی مخ په وړاندې بوتللو او پاکستان ایران اړيكو لا قوي كولو له پراخه هڅو په توګه میری ټائم او ټرانسپورټ په څانګو كښې مرستي لا زياتولو د عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں