وزيرِاعظم د پي آئي اے د اسلام آباد نه تر مانچسټر نيغ په نيغه په پروازونو پېل كولو ټول قوم له مبارکي وركړه،د پاکستان ټولو ادارو كښې اصلاحات سره د ښه والي مزل تندۍ سره روان دے۔محمد شهباز شريف

اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) وزيرِاعظم محمد شهباز شريف د پي آئي اے د اسلام آباد نه تر مانچسټر نيغ په نيغه په پروازونو پېل كولو ټول قوم او په خاص توګه برتانيه كښې مېشته پاکستانيانو له مباركي وركړې ده،ده د هوابازۍ وزير خواجه محمد آصف، سول ايوي ايشن اتھارټي، پي آئي اے او اړوندو ادارو چارواكو په دې كار كښې هڅي هم وستائلي۔ ده ووئيل د پاکستان …

اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) وزيرِاعظم محمد شهباز شريف د پي آئي اے د اسلام آباد نه تر مانچسټر نيغ په نيغه په پروازونو پېل كولو ټول قوم او په خاص توګه برتانيه كښې مېشته پاکستانيانو له مباركي وركړې ده،ده د هوابازۍ وزير خواجه محمد آصف، سول ايوي ايشن اتھارټي، پي آئي اے او اړوندو ادارو چارواكو په دې كار كښې هڅي هم وستائلي۔ ده ووئيل د پاکستان په ټولو ادارو كښې اصلاحات سره ښه والي مزل تندۍ سره روان دے۔د خالي په ورځ پي اېم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم د پي آئي اے د اسلام آباد نه تر مانچسټر نيغ په نيغه پروازونو پېل كولو په اړه ووئيل د لوے څښتن په فضل و کرم سره د پاکستان په ټوله نړۍ كښې تشخص بحاليږي،د بنديزونو په وجه د پي آئي اے ساکھ ته زيان رسيدلے كوم چې د څو كلونو محنت نه پس بحال شوې،پي آئي اے نيغ په نيغه پروازونو څخه به برتانيه كښې مېشته پاکستانيان استفاده وكړي۔ده ووئيل نيغ په نيغه پروازونو بحالۍ سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكي لا قوي شي۔

مزید خبریں