اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزيرسينيټر اسحاق ډار په بلنه د پولينډ نائب وزير اعظم او خارجه وزير رادوسلاو سيکورسکي په 23-24 اکتوبر كال 2025 د پاكستان سركاري دوره كړې٬ دا د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سفارتي اړيكو قوي كولو پلو د اهم قدم علامت دے چې پكښې د دواړو هېوادونو او د دې په اړوند منطقو كښې زيات پرامن٬ استحكام او معاشي …
د پاکستان او پولينډ د خارجه وزيرانو ترمېنځه د ملاقات نه وروسته د ګډې اعلاميه

مزید خبریں
اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزيرسينيټر اسحاق ډار په بلنه د پولينډ نائب وزير اعظم او خارجه وزير رادوسلاو سيکورسکي په 23-24 اکتوبر كال 2025 د پاكستان سركاري دوره كړې٬ دا د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سفارتي اړيكو قوي كولو پلو د اهم قدم علامت دے چې پكښې د دواړو هېوادونو او د دې په اړوند منطقو كښې زيات پرامن٬ استحكام او معاشي خوشحالي لپاره د دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو مشتركه عزم رامخې ته كوي۔ د خارجه دفتر وياند د پاکستان او پولينډ د خارجه وزيرانو ترمېنځه د ملاقاتي نه وروسته د ګډې اعلاميه جاري كړې ده ۔ د اعلاميه له مخئ دواړو خارجه وزيرانو مشترکه تاريخي ورثې په تل پاتې اړيكو رڼا واچوله كومې چې د پولينډ جنګ د كډوالو تجربې په وخت جوړې شوې دې چا ته چې په ننني پاكستان كښې پناه ترلاسه شوې او د پولېنډ وسله والو ځواكونو د خدماتو چا چې د دوېم جنګ نه وروسته د پاك فضائيه په تشكيل كښې ځانګړې كردار لوبولې٬ دواړو هېوادونو د خپل قامونو بهتر مفاهمت لپاره د دې ورثې خوندي ساتلو او ودې وركولو لپاره د عزم تجديد وكړو٬ دواړو خارجه وزيرانو د زلمي كول تعليم او تربيه كښې د سياسي او سفارتي اړيكو د قدر او اهميت اعتراف وكړو٬ دواړو ډلو د دوه اړخيزه سياسي مكالمې قوي كولو او شريكې ګټې لپاره اقداماتو ته وده وركولو سره سره معاشي مرسته زياتولو لپاره په رسمي توګه د لوړې كچې رابطې په ځائ ساتلو لپاره د خواهش څرګندونه وكړه، دې مقصد لپاره دواړو ډلو په كلن بنياد دوه اړخيزه سياسي مشاورت لپاره سلا وكړه٬ دوي د نړيوالو تنظيمونو په انتخاباتو كښې د شريكې مرستې په جاري ساتلو هم زور راوړو٬ د پارلماني رابطو د رول ستاېنه كولو سره خارجه وزيرانو د خپلې مقننه (پارليمنټس) ترمېنځه د تبادلے او مرستې ډاډګيرنې لپاره سلا وكړه٬ خارجه وزيرانو د اړوند خارجه وزارتو ترمېنځه د سفارتي رابطو او تبادلو لا مخ په وړاندې بوتللو مقصد لپاره د مفاهمت په ياددښت د لاسليك توثيق وكړو۔ د پولينډ لخوا د يوکرين جنګ په اړه او د پاكستان لخوا د جمو و كشمير شخړې په اړه بريفنګ وركړې شو٬ دواړو ډلو د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د چارټر د اصولو بشپړه پالنه كښې د شخړو د سوله ايز حل په ضرورت زور راوړو۔ دوي په سوئيلي اسياء٬ اروپا او د دې نه بهر د سيمه ايزې سلامتيا د چېلنجز مخنيوي لپاره په مكالمه او د مرستې په اهميت هم زور راوړو او امن ، استحکام او انسانيت دوست اصول په ځائ ساتلو كښې ئې د نړيوال يووالي په ضرورت رڼا واچوله٬ خارجه وزيرانو ګڼ اړخيزه مضبوطيا كښې د دواړو هېوادونو د مرستې پشمول د ملګرو ملتونو د چارټر مقاصدو او اصولو د عالمګير او مستقل پابندۍ د لارې په دې تناظر كښې د مرستې په اهميت رڼا واچوله٬ دوې په خاص توګه د هېوادونو خپلواكۍ او د سيمه ايز سالميت د احترام په اهميت زور راوړو۔ دواړه ډلې په دې خبره متفق شوې چې په ګڼ اړخيزه فورمز په خاص توګه د ملګرو ملتونو صلاحيت څخه د بشپړه ګټې پورته كولو ضرورت دے دغسې چې د موجوده او نوې شخړو پرامن حل، د شخړو لاره نيولو سره سره محتاط سفارتکارۍ او ثالثۍ لپاره د اجتماعي هلو ځلو مشري وكړئ شي٬ دوي په دې لړ كښې په جولائي كال 2025 كښې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د پاكستان د مشرۍ په مهال د يو اېن سكيورټي كونسل د قرارداد 2788 (2025) د اختيار توثيق وكړو۔ دوي په اروپا او ګلوبل ساؤتھ كښې د خوراك او توان په سلامتيا د وسله والې شخړې منفي اثرات كمولو لپاره اقدامات ٬ معاشي او شعبه جاتي تعاون: تجارت، سرمايه کاري او د ټيکنالوجي د ملاتړ هم څرګندونه وكړه٬ دواړو ډلو دوه اړخيزه معاشي اړيكې لا قوي كولو٬ تجارت او سرمايه كارۍ ته وده وركول او د شريكې ګټې په نوې څانګو كښې مرسته لټولو لپاره هم سلا وكړه۔ خارجه وزيرانو ORLEN/POGC د پاکستان برانچ په پاکستان كښې د اوږدې مودې څخه د موجودګۍ په اهميت هم رڼا واچوله چې پكښې د پاکستان صارفينو لپاره د ځائي ګېس پېداوار، د جديد ټيکنالوجۍ او معلوماتو منتقلي شامل ده۔ خارجه وزيرانو ووئيل چې په پاکستان كښې سرمايه كارۍ لپاره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د شريكې ګټې سرمايه كارۍ لپاره د مرستې لاره هوارېدې شي٬ دواړو خارجه وزيرانو دوه اړخيزه تجارت زياتولو او متوازن کولو سره سره تجارتي مرسته كښې د تنوع پشمول د يو بل ماركيټ ته د پراخه رسنې په اهميت هم زور راوړٶ۔ دوي د بي ټو بي مرستې قوي كولو په اړه د اقداماتو پشمول تجارتي مشن او په نندارتونونو او کنفرنسز كښې د ګډون د حمايت څرګندونه وكړه٬ خارجه وزيرانو د قدرتي وسائلو لټون، راوباسل او پروسيسنګ، ګرين ټيکنالوجيز د اوبو او ګنده اوبو انتظام ، زراعت، د خوراك پروسيسنګ، او د آئي ټي، پشمول وګړو او سركاري څانګې لپاره ډيجيټل خدماتو سره سره د دواړو هېوادونو جيولوجيکل سروسز ترمېنځه د مرستې په څېر څانګو كښې معاشي مرستې ته پراختيا وركولو زيات شوې اهميت تسليم كړٶ۔ دوي د اړوند ادارو او ميډيا ترمېنځه د مرستې د ملاتړ څرګندونه وكړه دغسې چې معلومات او د ښه طريقو د اشتراک د لارې د ډس انفارميشن په څانګه كښې د خطرو پشمول د مطالعاتي دورو، کنفرنسز او د ورکشاپس د لارې اقدامات رامخې ته كړې شي دغسې چې د دې عواملو مقابله وكړې شي۔ دواړو ډلو د جرمونو لاره نيولو په خاص توګه د ټرانس نيشنل منظم جرائمو، غير قانوني اېمګرېشن او د بشري قاچاق لاره نيولو لپاره د معلوماتو تبادله او همكاري زياتولو لپاره د امادګۍ څرګندونه وكړه۔ دوي د نړيوالو لوظنامو له مخئ بارډر کنټرولز مضبوطولو، دي ايډميشن ، مرسته زياتولو او محفوظ، منظم او په رسمي توګه تارکين وطن ته وده وركولو په څانګه كښې د مسلسل مرستې د ضرورت تصديق وكرٶ٬ د EURA له مخئ پولينډ سره د پاکستان مرسته تعليم، سائنس، كلتور، د اولس اولس سره د اړيكو ستائنه وشوه خارجه وزيرانو د خپلو ټولنو ترمېنځه د اوږدې مودې په خاص توګه د اولس ترمېنځه د اړيكو ذكر وكړو او د دې لا قوي كولو لپاره سلا شول۔ دوي د كلتور، تعليم، سائنس، تحقيق او صحت په څانګو كښې د مرستې پشمول د تعليمي تبادلو او د اعليٰ او مستند تعليمي معيار پوهنتونو او تحقيقي ادارو ترمېنځه د مرستې د لارې پراختيا لپاره د خپلې امادګۍ څرګندون هم وكره۔ دوي دا پاليسي مکالمه مخ په وړاندې بوتللو او شريك تفهيم ته وده وركولو لپاره د تھنک ټينکس ترمېنځه د مرستې زياتولو په اهميت هم رڼا واچوله٬ په دې تناظر كښې وزيرانو د پولش انسټي ټيوټ آف انټرنيشنل افيئرز (PISM) او په اسلام آباد كښې د انسټي ټيوټ آف سټريټجک سټډيز (آئي اېس اېس آئي) ترمېنځه د مفاهمت په ياددښت (اېم او يو) د لاسليك توثيق وكړو۔ د پولينډ خارجه وزير او نائب وزير اعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د پاکستانې اولس د خپل او د خپل پلاوي د مېلمستيا مننه وكړه او خارجه وزير اسحاق ډار ته ئې د پولينډ د سرکاري دورې بلنه وركولو سره د دې اميد څرګندونه وكړه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه به دوستانه او ثمرآور مكالمه جاري وي۔











