اسلام آباد كښې د پرمختيائي منصوبو بشپړېدو سره به ښاريانو ته سهولت ترلاسه شي٬ نړۍ كښې به د هېواد په زړه پورې تشخص رامخې ته شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د شاهين چوك انډر پاس د بنياد تيګه كېښودو دستورې ته وېنا

اسلام آباد 24 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د پرمختيائي منصوبو بشپړېدو سره به ښاريانو ته سهولت ترلاسه شي٬ نړۍ كښې به د هېواد په زړه پورې تشخص رامخې ته شي ۔ دا خبره ده د جمعې په ورځ د شاهين چوك انډر پاس د بنياد تيګه كېښودو دستورې ته خپلې وېنا كښې كړې۔ په دې موقع وفاقي وزيران٬ د اسمبلۍ …

اسلام آباد 24 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د پرمختيائي منصوبو بشپړېدو سره به ښاريانو ته سهولت ترلاسه شي٬ نړۍ كښې به د هېواد په زړه پورې تشخص رامخې ته شي ۔ دا خبره ده د جمعې په ورځ د شاهين چوك انډر پاس د بنياد تيګه كېښودو دستورې ته خپلې وېنا كښې كړې۔ په دې موقع وفاقي وزيران٬ د اسمبلۍ غړي او د اسلام آباد مشرانو سره سره د داخله وزارت او د سي ډي اے پشمول د اړوند څانګو لوړ پورو هم ګډون كړې۔ وزيراعظم دستورې ته خپلې وېنا كښې دووئيل بل انډر پاس جوړېدو سره به په اسلام آباد كښې په سترو لارو د ټرافېك فشار كم شي٬ ټرافېك جام كېدل به ختم شي او اولس ته به په ټرافېك كښې اسانۍ ترلاسه شي۔ وفاقي وزير د پرمختيائي منصوبو په تندۍ سره په بشپړېدو د داخله وزير او د ھغه د ډلې ستائنه كولو سره ووئيل چې د اسلام آباد لا ښكلا لپاره اقدامات كوٶ، په برق رفتارۍ سره د منصوبو بشپړېدو سره به د شنګھائي مرستې تنظيم راتلونكې غونډه په اسلام آباد كښې كېږي او د دې د لارې به د هېواد يو ښه او په زړه پورې تشخص رامخې ته شي او د ښه انتظاماتو په باوري كولو كښې مرسته وشي۔ ده ووئيل د هېواد په ګټه به ټولې منصوبې بشپړولې شي۔ وزيراعظم ته په دې موقع د منصوبې په اړه بريفنګ وركړې شو او د منصوبې د بنياد تيګه ئې هم كېښوده

مزید خبریں