لائف سټائل ميډيسن د قدرت نظام ته زيات نزدے دے :وفاقي وزير سيد مصطفی کمال

اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی کمال وئيلي دي چې د اولس صحت لپاره كار كول د روغتون جوړولو نه زيات ضروري دي٬ ده د جمعې په ورځ پېل شوې درې ورځنې لائف سټائل ميډيسن كنفرنس ته د وېنا په مهال ووئيل چې لائف سټائل ميډيسن په اصليت كښې د قدرت نظام ته زيات نزدې دے دې لپاره مونږ له به د خپل …

اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی کمال وئيلي دي چې د اولس صحت لپاره كار كول د روغتون جوړولو نه زيات ضروري دي٬ ده د جمعې په ورځ پېل شوې درې ورځنې لائف سټائل ميډيسن كنفرنس ته د وېنا په مهال ووئيل چې لائف سټائل ميډيسن په اصليت كښې د قدرت نظام ته زيات نزدې دے دې لپاره مونږ له به د خپل ژوند طرز ښه كول وي۔ ده ووئيل په دې كنفرنس كښې به د صحت وزارت ته مثبت تجويزونه ترلاسه شي۔ وفاقي وزير ووئيل د قدرت نظام څخه زمونږ د لرې والي په سبب رنځونه په تندۍ سره خپرېږي۔ ده ووئيل لائف سټائل ميډيسن د قدرت نظام ته زيات نزدے دے

مزید خبریں