سيمه ايزو رابطو ته وده وركولو سره به په معاشي او تجارتي څانګه كښې بدلون رامخے ته شي٬ د وزيراعظم شهباز شريف د ریجنل ټرانسپورټ منسټرز کنفرنس اختتامي سيشن ته خطاب

اسلام آباد۔24 اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د دوه اړخيزه او سيمه ايزو رابطو په اهميت زور راوړلو سره وئيلي دي چې سيمه ايزو رابطو ته وده وركولو سره به په معاشي او تجارتي څانګه كښې بدلون رامخے ته شي٬ تجارت ٬ معيشت او توان كښې به د همكارۍ نوے دور پېل شي٬ پاكستان د سي پېك په دويم پړاؤ كښې داخلېږي٬ د ټرانس افغان رېلوے او اسلام آباد …

اسلام آباد۔24 اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د دوه اړخيزه او سيمه ايزو رابطو په اهميت زور راوړلو سره وئيلي دي چې سيمه ايزو رابطو ته وده وركولو سره به په معاشي او تجارتي څانګه كښې بدلون رامخے ته شي٬ تجارت ٬ معيشت او توان كښې به د همكارۍ نوے دور پېل شي٬ پاكستان د سي پېك په دويم پړاؤ كښې داخلېږي٬ د ټرانس افغان رېلوے او اسلام آباد ٬ تهران ٬ استنبول راهدارۍ په شمول په رېلوے كنېكټويټي هم كار روان دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د ریجنل ټرانسپورټ منسټرز کنفرنس اختتامي سېشن ته خطاب كښې وكړه۔ په كنفرنس كښې 20 څخه د زياتو هېوادونو استازو ګډون وكړو۔ وفاقی وزیر عطاء تارړ، د مواصلاتو وفاقي وزير عبدالعلیم خان او د رېلوے وفاقي وزير حنیف عباسی هم په دې موقع موجود ؤ۔ وزیراعظم د پاكستان حكومت او اولس لخوا ګردې نړۍ څخه د راغلې مېلمنو مننه كولو سره ووئيل چې پاكستان لپاره ددې زيات اهم كنفرنس كوربتوب زيات اهميت لري۔ دا كنفرنس په يو داسے وخت كښې كيږي كله چې په ګرده نړۍ كښې د ټرانسپورټ او رابطو منظرنامه بدلېږي۔ وزیراعظم ووئيل له پېړو راهېسې زمونږه خاوره كومه چې نن پاكستان بللې شي د رابطو ذريعه پاتې شوې ده۔ د پخوانۍ شاهراہِ ریشم څخه تر د ننۍ ورځې بېلټ اېنډ روډ انېشی اېټو زمونږ سيمه د رابطو او موقعو ځايې پاتې شوې دې۔ ده ووئيل زمونږ د بحيرہ عرب او خلیج فارس ګرمو اوبو څخه واخله د قراقرم او هماليه په سترو غرونو او د سندھ وادۍ په مېدانونو مشتمله سيمه د چین، یوریشیائی زمكيزې راهدارۍ او منځني ختيز په سنګم پرته ده۔ دا يو ځانګړے مركز دے كوم چې د چین، وسطی اېشیا او مشرقِ وسطیٰ معاشی راهدارۍ يو بل سره تړي۔ وزیراعظم ووئيل پخوانے وزيراعظم او زما لارښود نواز شریف تل په دې خبره باور لري چې امن او پرمختګ يو بل سره تړلي دي۔ ده ووئيل په جون 2013 كښې د وزيراعظم نواز شريف په دور كښې لاس ليك شوې سي پېك منصوبه يوه انقلابي منصوبه ثابت شوې ده۔ وزیراعظم ووئيل ګوادر بندرګاه د چین سنكیانګ صوبې سره تړلو سره تجارت او توان لپاره د همكارۍ نوې لارې پرانستلې شوې دي۔ ده ووئيل په دې وياړ محسوسوم چې د سي پېك له اولني پړاؤ كاميابۍ سره بشپړېدو څخه وروستو مونږ اوس د سي پېك په دويم پړاؤ كښې داخلېږؤ كوم سره به چې بزنس ټو بزنس همكاريو ته وده ترلاسه شي٬ چينائي كمپنيو لپاره به په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعې زياتې شي او د سوكالۍ نوے دور به پېل شي۔ ده ووئيل مونږ په يو شمېر رېل رابطه منصوبو هم كار كوو په كومو كښې چې ټرانس افغان رېلوے او اسلام آباد، تهران،استنبول راهداری شامله ده۔ دا به د پولې پورې غاړه د تجارت او رابطو حوالې سره بدلون رامخے ته كړي۔ وزیراعظم ووئيل په نني ډيجټل دور كښې رابطې يوازې تر سړكونو ٬ رېلوے او هوائي لارو محدود نه دي پاتې شوې٬ دا ډېټا ٬ اختراع او ټېكنالوجي ته غزولې شوې دي۔ پاكستان په ډیجیټل انفراسټرکچر كښې سرمايه كاري كوي دغسې چې د څلورم صنعتي انقلاب رفتار سره مخ په وړاندې لاړ شوو۔ دغسې د پاكستان سنګل ونډو سسټم اقدامات په تجارتي عمل كښې انقلابي بدلون راولي۔ ده ووئيل پاکستان تجارت، د توان تبادلې او د پولې پورې غاړه نقل وحمل نېټ وركس ته وده وركولو له په نړيواله كچه په هر مناسب فورم رابطې فعاله كوي۔ ده ګډون كوؤنكو ته بلنه وركړه چې مونږ ټولو له به د مرستې تخم كرل وي دغسې چې زمونږ راتلونكي نسلونه د پرمختګ او سوكالۍ مېوې ترلاسه كړې شي۔ په دې موقعه د مواصلاتو وفاقي وزير عبدالعلیم خان ووئيل چې ریجنل ټرانسپورټ منسټرز کنفرنس سيمه ايزې رابطې زياتولو زمونږ د ګډ عزم عكاسي كوي۔ ده ووئيل پاكستان په سيمه كښې رابطو او معاشي پرمختګ لپاره هڅې كوي۔ ده ووئيل سيمه ايز تجارت زياتول د منطقې پرمختګ لپاره ضرورې دي۔ كنفرنس رابطو ته د ودې وركولو حوالې سره د خيالاتو څرګندونه موقع رامخې ته كړې ده۔

مزید خبریں