پېنډۍ۔24 اکتوبر(اے پی پی) امنيتي ځواكونو په لكي مروت كښې د خفيه اطلاع په بنياد كارروائي كولو سره 8 خوارج وژلې دي۔ د امنيتي ذريعو له مخې د اكتوبر په 24 مه نېټه د امنيتي ځواكونو په كارروايۍ كښې 8 خوارج وژل او 5 ژوبل شوي دي۔ د امنيتي ځواكونو دا كارروائي په خفيه اطلاع د لكي مروت په وانډه سيمه كښې وكړې شوه۔ دا كارروائي دومره مهارت سره وشوه …
د امنيتي ځواكونو په لكي مروت كښې كارروايۍ ٬ 8 خوارج مړه ٬ 5 سخت ژوبل

مزید خبریں
پېنډۍ۔24 اکتوبر(اے پی پی) امنيتي ځواكونو په لكي مروت كښې د خفيه اطلاع په بنياد كارروائي كولو سره 8 خوارج وژلې دي۔ د امنيتي ذريعو له مخې د اكتوبر په 24 مه نېټه د امنيتي ځواكونو په كارروايۍ كښې 8 خوارج وژل او 5 ژوبل شوي دي۔ د امنيتي ځواكونو دا كارروائي په خفيه اطلاع د لكي مروت په وانډه سيمه كښې وكړې شوه۔ دا كارروائي دومره مهارت سره وشوه چې خوارج ته د تېښتې موقع ترلاسه نه شوه۔ په سيمه كښې د ممكنه ترهګرو د موجودګۍ اندېښنه نظر كښې نيولو سره آپرېشن روان دے۔ د نېشنل اېکشن پلان لمخې به د وروستي خارجي تر ختمېدو او د امن بحالېدو كارروايۍ روانې وي۔











