اسلام آباد۔24 اکتوبر(اے پی پی) پاکستان او قطر دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كاري زياتولو له د نزدې تړون په لا مضبوطولو اتفاق كړے دے۔ وزيراعظم شهباز شريف سره دلته د جمعې په ورځ د قطر د تجارت او صنعت وزير شيخ فيصل بن ثاني بن فيصل الثاني ملاقات وكړو۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د پاكستان او قطر ترمينځه په …
وزيراعظم شهباز شريف سره د قطر د تجارت او وزير شيخ فيصل بن ثاني بن فيصل الثاني ملاقات ٬ دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كاري زياتولو له د نزدې تړون په لا مضبوطولو اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد۔24 اکتوبر(اے پی پی) پاکستان او قطر دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كاري زياتولو له د نزدې تړون په لا مضبوطولو اتفاق كړے دے۔ وزيراعظم شهباز شريف سره دلته د جمعې په ورځ د قطر د تجارت او صنعت وزير شيخ فيصل بن ثاني بن فيصل الثاني ملاقات وكړو۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د پاكستان او قطر ترمينځه په مثبت اړيكو د اطمينان څرګندونه وكړه كومې چې په ګډه عقيده ٬ اقدارو او دوه اړخيزه احترام اډانه لري۔ وزيراعظم د پاكستان د يو مهم همكار او فعاله سيمه ايز ثالث په توګه د قطر د كردار ستائنه وكړه۔ ده د توان ٬ كركيلې ٬ غذائي تحفظ ٬ آئي ټي ٬ سېلګرۍ او د بنيادي اډانې پرمختګ موقعې په ډاګه كولو سره د دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ زياتولو په اهميت زور راوړو۔ ده قطری سرمایه كارو ته د حكومت د خصوصی سرمایه کاری سهولت کونسل (اېس آئی اېف سی) فرېم ورک لاندې د همكارۍ نوې لارې لټولو بلنه وركړه۔شېخ فېصل بن ثانی بن فېصل الثانی د قطر د مشرتابه لخوا د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره پاكستان سره اقتصادي رابطې لا زياتولو له د قطر د عزم پخلے وكړو۔ ده ووئيل د جے اېم سی شپږمې غونډې د موجوده دوه اړخيزه مرستې جاج اغستولو او د دواړو په ګټه ګټوره همكاري زياتولو له د نوې اقداماتو په ګوته كولو له يو مهم پلېټ فارم برابر كړو۔ وزیراعظم په سيمه ايزه او نړيواله كچه د قطر د پرله پسې ملاتړ ستائنه كولو سره په سيمه ايزو او ګڼ اړخيزه فورمونو مرسته مضبوطولو كښې دپاكستان خوښي تكرار كړه۔ دواړو لارښودو ګډ تفاهم په كوټلې نتيجو كښې بدلولو له د نزدې رابطو په روانو ساتلو اتفاق وكړو چې په كښې بزنس ټو بزنس رابطې او د سرمايه كارۍ منصوبو لپاره نورې آسانۍ شاملې دي۔











