اسلام آباد۔23اکتوبر(اے پی پی) وفاقی کابینې د ترهګرۍ او تشدد كارروائيو كښې د ككړ پاتې كېدو د لاسه تحریک لبېک پاکستان (ټی اېل پی) د ترهګرۍ مخنيوي اېكټ لاندې د كالعدم ګرځولو منظوري وركړه۔ د زيارت په ورځ د وفاقي كابينې غونډې څخه وروستو په جاري شوې اعلاميه كښې د پنجاب حكومت په خواست داخله وزارت د ټي اېل پي كالعدم ګرځولو سمري وفاقي كابينې ته وړاندې كړه۔د وزيراعظم آفس …
وفاقی کابینې د تحريك ليبك پاكستان كالعدم ګرځولو منظوري وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔23اکتوبر(اے پی پی) وفاقی کابینې د ترهګرۍ او تشدد كارروائيو كښې د ككړ پاتې كېدو د لاسه تحریک لبېک پاکستان (ټی اېل پی) د ترهګرۍ مخنيوي اېكټ لاندې د كالعدم ګرځولو منظوري وركړه۔ د زيارت په ورځ د وفاقي كابينې غونډې څخه وروستو په جاري شوې اعلاميه كښې د پنجاب حكومت په خواست داخله وزارت د ټي اېل پي كالعدم ګرځولو سمري وفاقي كابينې ته وړاندې كړه۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي كابينې ته په هېواد كښې د ټي اېل پي د پرتشدد او ترهګرو هلو ځلو په اړه ووئيلې شوو۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې كال 2016 كښې جوړې شوې دې تنظيم په ټول هېواد كښې شرانګېزۍ ته هوا وركړې٬ د تنظيم دلاسه د هېواد په بېلو برخو كښې د شرانګېزۍ پېښې رامخې ته شوې۔ کابینې ته ووئيلې شوو چې په كال 2021ء كښې د دغه وخت حكومت هم په ټي اېل پي لګولې وه كومه چې 6 مياشتې وروستو په دې شرط لرې كړې شوه په راتلونكي كښې به په هېواد كښې د ناامنۍ او تشدد كارروايۍ نه شي كولې۔ په تنظيم د بندېز سبب په كال 2021ء كښې وركړې شوو ضمانتونو څخه وروستو كېدل دي۔ په تېر وخت كښې هم د ټي اېل پي په پرتشدد جلوسونو او احتجاجونو كښې امنيتي اهلكار او بې ګناه كسان مړه شول۔ د بيان له مخې وفاقي كابينه دې نتيجې ته ورسېده چې ټي اېل پي د ترهګر ټي اېل پي د ترهګر او تشدد په پېښو ككړ دے۔











