اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) د پولينډ نائب وزير اعظم او خارجه وزير رادوسلو سکورسکي په انسټي ټيوټ آف سټريټجک سټډيز اسلام آباد د "پولينډ د کاميابۍ قيصه: رامخې ته كېدونكې هېوادونو لپاره يو پېغام" په سرخط د زيارت په ورئ لېكچر وركړې٬ د دستورې اهتمام انسټي ټيوټ آف سټريټجك سټډيز اسلام آباد سنټر فار سټريټجك پرسپيکټيو (سي اېس پي) د پولش انسټي ټيوټ آف انټرنيشنل افيئرز (پي …
د پولينډ نائب وزيراعظم رادوسلو سکورسکي په انسټيټيوټ آف سټريټجك سټډيز كښې د “پولينډ د کاميابۍ قيصه: رامخې ته كيدونكې هيوادونو لپاره يو پيغام” په سرخط ليكچر

مزید خبریں
اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) د پولينډ نائب وزير اعظم او خارجه وزير رادوسلو سکورسکي په انسټي ټيوټ آف سټريټجک سټډيز اسلام آباد د “پولينډ د کاميابۍ قيصه: رامخې ته كېدونكې هېوادونو لپاره يو پېغام” په سرخط د زيارت په ورئ لېكچر وركړې٬ د دستورې اهتمام انسټي ټيوټ آف سټريټجك سټډيز اسلام آباد سنټر فار سټريټجك پرسپيکټيو (سي اېس پي) د پولش انسټي ټيوټ آف انټرنيشنل افيئرز (پي آئي اېس اېم) په مرسته كړې ٶ۔ په دستوره كښې سفيرانو، پاليسي سازو، د تعليم پوهانو او تھنک ټينکس، سول سوسائټي او د ميډيا نمائندګانو ګډون كړې۔ د دې نه وړاندېد آئي اېس اېس آئي پولينډ كښې د جوړ شوي اروپائي تھنک ټينک پولش انسټي ټيوټ آف انټرنيشنل افيئرز سره د مفاهمت په يو ياددښت لاسليك شوې٬ د لاسليك دستوره په خارجه دفتر كښې شوې چرته چې د انسټي ټيوټ آف سټريټجک سټډيز اسلام آباد ډائريکټر جنرل سهېل محمود او پولش انسټي ټيوټ آف انټرنيشنل افيئرز ډائريکټر ډاکټر جاروسلاو چاويک کارپوويچ د پاکستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار او د پولېنډ خارجه وزير رادوسلو سکورسکي په موجودګۍ كښې په دستاوېز لاسليك وشول۔ خپلې وېنا كښې رادوسلو سکورسکي د پولينډ د تاريخي بدلون او پرمختګ كوٶنكو هېوادونو لپاره د دې د پراخه اثراتو ذكر وكړو٬ څلور لسيزې وړاندې د پاکستان د خپلې وړومبۍ دورې ذكر كولو سره ده د دواړو هېوادونو د اوږدې مودې دوستۍ او د روسيه قبضے په ضد د افغان مقاٶمت په مهال د پاكستان په اهم رول جذباتي خبرې وكړې٬ د کميونزم نه وروسته د معيشت نه د اروپا د ټولو نه زياتو متحرك رياستونو كښې تر يو د پولينډ د سفر خاكه هم وړاندې كړې۔ ده ووئيل چې د خپل هېواد د كاميابۍ كرېډټ ګران خوا پرېكنده اصلاحات٬ اداره جاري جدت او يو مستحكم نړيوال ماحول وګرځولو۔ده د خپلواكۍ٬ مكالمے او په ګڼ اړخَيزه مرسته اډانه “په قواعدو اړانه نړيوال آرډر” لپاره د نوې عزم مطالبه وكړه۔ په نړيوالو بحرانونو د پولېنډ د موقف ذكر كولو سره ده ووئيل چې پولېنډ په يوكرائن كښې د اوږدې مودې امن ملاتر كښې ثابت قدم دے او د امن د ټولو هلو ځلو هركلے كوي خو دا د ملګرو ملتونو په چارټر او بايد په نړيوال قانون اډانه وي٬ د غزه په اړه ده ووېيل چې پولینډ د څو لسيزو راهسې فلسطین تسلیم کړے دے او مونږ دا ګڼو چې په مېنځني ختيز كښې دوه پخوانو قامونو لپاره يو بل سره په عزت او امن سره دوه رياستي حل پكار دے ۔ د پولینډ نائب وزیراعظم په دې خبره زور راٶړو چې پولینډ په مستحکم او خوشحاله سوئيلي آسياء كښې خوښي لري او مونږ په سيمه ايزه او نړيواله كچه د پاکستان د ھغه ټولو هلو ځلو هركلے كوٶ كومې چې د دې مقصد په ترلاسه كولو كښې مرستيالې دي۔ په دوه اړخيزه اړيكو ده د پولېنډ او پاكستان ترمېنځه په زيات شوې اقتصادي او تجارتي شراكتدارۍ زور راٶړو د كومې حجم كښې په كلنه توګه د يو ارب ډالرو نه اوړېدلې دے۔ ده په پاكستان كښې د پولینډد تیل او ګاز كمپنۍ اورلین تقریباً د دريو لسيزو راهسې د موجودګي د تل پاتې مرستې علامت په توګه رامخئ ته كړو او د توان، کان کنۍ، د اوبو انتظام، فوډ پراسېسنګ او فنټیك كښې نوې موقعې په ګوته كړې۔ ده ووئيل چې پولینډ پاکستان سه خپلې پرمختيائي تجربې او تکنیکی پوهه په خاص توګه د تجديد وړ توان او تل پاتې صنعت كښې اشتراك لپاره تيار دے









