حكومت د رابطو او ګډ عمل د لارې د اقتصادي نمو او د منطقې د اجتماعي سوكالۍ عزم لري: د خارجه وزير اسحاق چار د ټرانسپورټ وزيرانو كنفرنس پرانستې غونډې ته خطاب

اسلام آباد۔23 اکتوبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې د پاکستان ستراتيجيكي محل وقوع دا د سيمه ايزې رابطې قدرتي مركز جوړوي٬ زمونږ وژن دے چې د سړک، رېل، فضائی، بحری، توان او ډیجیټل راهداريانو دلارې دې په منطقه كښې تلپاتي پرمختګ او ګډې سوكالۍ ته وده وركړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د ټرانسپورټ وزيرانو كنفرنس پرانستې …

اسلام آباد۔23 اکتوبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې د پاکستان ستراتيجيكي محل وقوع دا د سيمه ايزې رابطې قدرتي مركز جوړوي٬ زمونږ وژن دے چې د سړک، رېل، فضائی، بحری، توان او ډیجیټل راهداريانو دلارې دې په منطقه كښې تلپاتي پرمختګ او ګډې سوكالۍ ته وده وركړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د ټرانسپورټ وزيرانو كنفرنس پرانستې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه د مواصلاتو وفاقي وزير عبد العلیم خان، د كابينې غړي ، روډ سېفټي لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر خاص استازې ٬ د بېلو هېوادو سفيران ٬ سفارتي استازي او نور اعلی حكومتي چارواكي موجود وو۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې حكومت د رابطو او ګډ عمل د لارې د اقتصادي نمو او د منطقې د اجتماعي سوكالۍ عزم لري۔ ده د دې كنفرنس په راجوړولو كښې د وفاقي وزير عبد العليم خان او د ده د ډلې د هڅو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل نړۍ جغرافیائی او اقتصادی بدلونونو ، نوې تجارتي راهداريانو ، ډیجیټل انضمام او پائیدارۍ پلو مخ په وړاندې روانه ده له دې كبله سيمه ايز تړون او استحكام ٬ پرمختګ او اجتماعي پېشرفت ضرروي دے۔ ده ووئيل منځنۍ آسيا اوس په يو حقيقي ټرانس یوریشېن لېنډ برج كښې بدله شوې ده چرته چې سړكونه ٬ رېل د تېل او ګاز منصوبې د ماركيټونو يو بل سره د تړلو ذريعه جوړ شوي دي۔ ده ووئيل د پاكستان تند رفتاره موټروېز او قامي سترې لارې د سيمې او داخلي رابطې لپاره د ملا د تير حېثيت لري۔ ده ووئيل چین-پاکستان اقتصادی راہداری (سی پېک) د پاكستان د وژن تر ټولو روښانه مثال دے كوم چې د توان ٬ ټرانسپورټ او تجارت ودې سره سره ټولې سيمې لپاره ګټور جوړ شوے دے۔ ده ووئيل ازبکستان-افغانستان-پاکستان رېلوے فرېم ورک لوظنامه يو تاريخي اقدام دے كوم به چې نوې تجارتي لارې پرانيزي۔ دغسې استنبول-تهران-اسلام آباد (آئی ټی آئی ) سړک او رېل راهداری د یورپ، وسطی ایشیا، مشرقِ وسطیٰ او جنوبی ایشیا ترمينځه د كم مصرف زمكيز پل كار كوي۔ ده ووئيل پاكستان د کاسا-1000 او تاپی-500 توان منصوبو كښې فعاله همكار دے۔ نائب وزیراعظم ووئيل پاكستان د 126 هېوادونو وګړو له اي – وېزا سهولت معارفي كړې دې۔ وفاقي وزير د پرمختيائي همكارانو ٬ د ملګرو ملتونو د ايجنسو ٬ ګڼ هېواديزه بېنكونو او د سيمه ايزو تنظيمونو مرسته وستائله۔ ده ووئيل دا كنفرنس به د نوې عملي ګامونو پورته كولو تګلاره وضعه كړي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې مونږ ټولو له به خپلې حكمت عملۍ هم آهنګ كولو سره تلپاتې همكارۍ رامخې ته كول وي ٬ مونږ په ګډه دا راهدارۍ په ترقۍ كښې بدلولې شوو

مزید خبریں