اسلام آباد 23 اكتوبر (اے پي پي) بلوچ اولس د بهرني يرغل او د ترهګرو په ضد په موثره كاروائيو پاك پوځ ته پېرزوئنې وړاندې كړېدي٬ د افغان طالبانو د بې دليله جارحيت په ضد د پاك پوځ لخوا په وخت په كارروائيو كولو د كوئټه اولس د بشپړه باور څرګندونه كړې ده٬ وګړو ووئيل چې بايد افغان حكومت پاكستان كښې دراندازي كوٶنكي خوارج سمدلاسه قابو كړي٬ افغانستان دې د …
د بهرني يرغل او د ترهګرو په ضد په موثره كاروائيو بلوچ اولس پاك پوځ ته پيرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 23 اكتوبر (اے پي پي) بلوچ اولس د بهرني يرغل او د ترهګرو په ضد په موثره كاروائيو پاك پوځ ته پېرزوئنې وړاندې كړېدي٬ د افغان طالبانو د بې دليله جارحيت په ضد د پاك پوځ لخوا په وخت په كارروائيو كولو د كوئټه اولس د بشپړه باور څرګندونه كړې ده٬ وګړو ووئيل چې بايد افغان حكومت پاكستان كښې دراندازي كوٶنكي خوارج سمدلاسه قابو كړي٬ افغانستان دې د موجود خوارج ټولې ژالې او اډې ختمې كړي٬ پاكستان څو ځله افغان واكمنو څخه مطالبه كړې ده چې ھغوي دې خپله خاوره د پاكستان په ضد استعمالېدو له ورنه كړي،افغان واكمنو چې يوه كاروائي ونه كړه نو مجبوراً پاكستان د ترهګرو په ضد كارروائي وكړه٬ وګړو ووئيل د پاكستان حكومت افغان واكمنو څخه دا غوښتنه هم كړې چې پاكستان كښې دې د ترهګرو مداخله بنده كړې شي٬ دا ترهګرو په منطقه كښې امن خرابوي٬ ښاريانو ووئيل چې د خوارجو ژالې كومې چې د پاكستان په ضد استعمالېدې ختمې كړې شوې٬ دوي ووئيل مونږ د افغان كډوالو هر ډول ممكنه مرسته كړې ده٬ بايد افغانستان فكر وكړي چې د هند په لاس كښې د لوبو ګوډاګې جوړ نه شي ٬ پاك پوځ د اولس په غږ لبېك وئيلو سره د ترهګرو خاتمه كړې











