پېنډۍ 23 اكتوبر (اے پي پي) د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل لېفټېننټ جنرل احمد شريف چوهدري وئيلي دي پاكستان په افغانستان كښې د خوارجو د موجودګۍ په ضد موثر اقدامات كړې دي٬ بيا لپاره به هم پاك پوځ د هر دښمن په ضد بنيان مرصوص ثابت شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د غلام اسحاق خان انسټيټيوټ آف انجينئرنګ سائنسز اينډ ټيكنالوجي ټوپي (صوابي) دورې په مهال زده …
پاكستان په افغانستان كښې د خوارجو د موجودګي په ضد موثر اقدامات كړي٬ بيا لپاره به هم پاك پوځ د هر دښمن په ضد بنيان مرصوص ثابت شي۔ ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري

مزید خبریں
پېنډۍ 23 اكتوبر (اے پي پي) د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل لېفټېننټ جنرل احمد شريف چوهدري وئيلي دي پاكستان په افغانستان كښې د خوارجو د موجودګۍ په ضد موثر اقدامات كړې دي٬ بيا لپاره به هم پاك پوځ د هر دښمن په ضد بنيان مرصوص ثابت شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د غلام اسحاق خان انسټيټيوټ آف انجينئرنګ سائنسز اينډ ټيكنالوجي ټوپي (صوابي) دورې په مهال زده كوٶنكو سره په خبرو كښې كړې۔ ده د اوسني پاك افغان پوله ايزې نښتې ٬ امنيتي صورتحال او د سوشل ميډيا په كردارهم خبرې وكړې۔ د آئي اېس پي آر ډي جي واضحه كړه چې پاكستان په افغانستان كښې د خوارجو د موجودګي په ضد موثر اقدامات كړي٬ بيا لپاره به هم پاك پوځ د هر دښمن په ضد بنيان مرصوص ثابت شي ۔ ده ووئيل ځوانان د قام د روښانه سباٶن ضامن دي او د هېواد په پرمختګ او خوشحالۍ كښې د ځوانانو كردار كليدي دے٬ په دې موقع زده كوٶنكو او د فېكلټۍ غړو د پاك پوځ شهدانو او غازيانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ دوي ووئيل دا ډول بامقصده غونډې تابيا كول پكار دي دغسې چې د ډس انفارميشن او پروپيګنډې خاتمه اوشي٬ قام د امن هلو ځلو او د هېواد په پرمختګ كښې د پاك پوځ كردار ته په درنه سترګه ګوري۔ زده كوٶنكو ووئيل مونږ په خپل پوځ وياړ لرؤ كوم چې دښمن ته بشپړ او پرېكنده ځواب وركړے۔ په دې موقع د آئي اېس پي آر ډي جي د پوښتنو تفصيلي ځوابونه وركړل چې ورسره په ذهن كښې موجود ابهام لرے شو۔











