پاكستان رومانيه سره خپلو سفارتي او دفاعي اړيكو ته په درنه سترګه ګوري۔ ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو

پېنډۍ 23 اكتوبر (اے پي پي) د پاك فضائيه مشر ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو وئيلي دي پاكستان رومانيه سره خپلو قوي سفارتي او دفاعي اړيكو ته په درنه سترګه ګوري٬ كومې چې سيمه ايز امن او د سلامتيا په اړه ټولو مهمو چارو كښې په همكارۍ اډانه دي۔ د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د پاك فضائيه مشر …

پېنډۍ 23 اكتوبر (اے پي پي) د پاك فضائيه مشر ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو وئيلي دي پاكستان رومانيه سره خپلو قوي سفارتي او دفاعي اړيكو ته په درنه سترګه ګوري٬ كومې چې سيمه ايز امن او د سلامتيا په اړه ټولو مهمو چارو كښې په همكارۍ اډانه دي۔ د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د پاك فضائيه مشر ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو د رومانيه خپلې سركاري دورې په مهال د دفاع سيكرټري ايډورډ باچيډے او چيف آف ډيفنس جنرل ګيور ګيتسا ولاد سره وليدل٬ د دواړو هېوادونو د لوړې كچې عسكري قيادت ترمېنځه د ملاقات په مهال د پاك فضائيه مشر د ګډو چيلنجونو په مقابله كښې د مضبوطې دوه اړخيزه پوځي شراكت دارۍ عزم پخلے وكړو٬ ده د شريكې وظيفائي ترقۍ لپاره د مرستې او اپرېشنل همكارۍ نوې لارې لټولو او دې شراكتدارۍ ته د لا ودې وركولو لپاره د پاك فضائيه د پوخ عزم تكرار كړو۔ د رومانيه د دفاع سيكرټري د پاك فضائيه د ښه جنګي ريكارډ او آپريشنل پوهې ستائنه كولو سره د پاك فضائيه پراخه آپريشنل تجربې څخه ګټه پورته كولو لپاره د رومانيه د ژورې خوښۍ څرګندونه وكړه۔ د ملاقات په مهال د رومانيه چيف آف ډيفنس د پاك فضائيه د وظيفائي پوهې او صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ د پاك فضائيه مشر دا دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دفاعي اړيكو قوي كولو پلو يو مهم ګام دے او په دې مهال د تل پاتې مشغوليت او شراكت دارۍ د لارې د امنيت رامخې ته شوو چېلنجونو مخنيوي لپاره د دواړو هېوادونو په شريك عزم رڼا اچوي

مزید خبریں