د وزيراعظم شهباز شريف د روشن معيشت بجلي پيكج اعلان ٬ تر درې كلونو به صنعتي او زرعي څانګې ته اضافي بجلي 22 روپۍ 98 پيسې في يونټ وركولې شي

اسلام آباد۔23اکتوبر(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف د صنعت او كركيلې پرمختګ لپاره روشن معيشت بجلي پېكج اعلان كړے چې له مخې به يۍ صنعتونو او كروندګرو ته اضافي بجلي د راروانو 3 كلونو په مهال د 22 روپۍ 98 پېسې في يونټ په رعايتي قيمت وركولې شي۔ د زيارت په ورځ وزیراعظم شهباز شریف د صنعتي او زرعي څانګې پوهانو او كاروباري ورورولۍ پلاوي سره ملاقات كښې دا پېكج اعلان …

اسلام آباد۔23اکتوبر(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف د صنعت او كركيلې پرمختګ لپاره روشن معيشت بجلي پېكج اعلان كړے چې له مخې به يۍ صنعتونو او كروندګرو ته اضافي بجلي د راروانو 3 كلونو په مهال د 22 روپۍ 98 پېسې في يونټ په رعايتي قيمت وركولې شي۔ د زيارت په ورځ وزیراعظم شهباز شریف د صنعتي او زرعي څانګې پوهانو او كاروباري ورورولۍ پلاوي سره ملاقات كښې دا پېكج اعلان كړو۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د اعلان كړې شوي پېكج لاندې صنعتونو او كروندګرو ته به د راروانو 3 كلونو په مهال د 22 روپۍ 98 پېسې في يونټ په رعايتي قيمت اضافي بجلي وركولې شي۔ وزیراعظم پلاوي سره خپلو خبرو كښې ووئيل صنعتی څانګې ته په 34 او زرعي څانګې ته په 38 روپۍ د وركړې كېدونكو يونټس قيمت كم كړې شوې دې او اوس به دې څانګو ته اضافي يونټس په ټيټه بيعه وركولې شي۔راتلونكو درې كلونو لپاره به صنعتي او زرعي څانګې ته اضافي بجلي في يونټ په 22 روپۍ 98 پېسې وركولې شي او د دې له امله به بله كومه هم څانګه كوم فشار او اغېز سره نه مخ كيږي۔ وزيراعظم د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اوېس لغاري او د هغه ډلې ته د دې پېكج په تيارولو شاباسې وركولو سره ووئيل چې د هېواد د معيشت پرمختګ او د روزګار موقعې زياتولو له د صنعت او كركيلې ترقي زياته مهمه ده او دې لپاره ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل تېر كال د يخنۍ موسم كښې د وركړې شوي پېكج لاندې صنعتي او زرعي څانګې 410 ګېګاواټ اضافي بجلي استعمال كړه چې ورسره صنعتونو وده وكړه٬ برآمدات زيات شول او د روزګار موقعې رامخې ته شوې۔ وزیراعظم ووئيل د معاشي بحران دلاسه د معاشي استحكام سفر ګران ؤ خو معاشي ډلې خواري وكړه او دا د ټولو په مرسته ممكن شو۔ ده ووئيل د صنعت او زراعت څانګې به ترقي وكړي او هېواد به له پورونو څخه خلاص شي۔ ده د معاشي اشاريې په ښه كېدو د پروردګار شكر كولو سره ووئيل مونږ ټولو له به په ګډه زياته خواري كول وي۔ وزيراعظم د دې باور څرګندونه وكړه چې د ټولو په مرسته او د ډلې د شپې او ورځې خوارۍ سره به د معاشي خپلواكۍ هدف ډېر زر ترلاسه شي۔

مزید خبریں