اسلام آباد۔23اکتوبر(اے پی پی) پاكستان د قابض اسرائيل لخوا په مقننه كښې د معارفي كړې شوې يوې مسودې د لارې په فلسين كښې غېر قانون اسرائيلي ودانيو په شمول د مقبوضه مغربي غاړې په ځينو برخو كښې د خپلې تش د نامې خپلواكۍ زياتولو هڅې په سختو ټكو كښې غندنه كړې ده۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د زيارت په ورځ په جاري كړې شوي بيان كښې وئيلې شوي دي …
پاكستان د فلسطين د خپلواكۍ مجروح كولو اسرائيلي اقدام وغندلو

مزید خبریں
اسلام آباد۔23اکتوبر(اے پی پی) پاكستان د قابض اسرائيل لخوا په مقننه كښې د معارفي كړې شوې يوې مسودې د لارې په فلسين كښې غېر قانون اسرائيلي ودانيو په شمول د مقبوضه مغربي غاړې په ځينو برخو كښې د خپلې تش د نامې خپلواكۍ زياتولو هڅې په سختو ټكو كښې غندنه كړې ده۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د زيارت په ورځ په جاري كړې شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې دا اقدامات د نړيوال قانون ٬ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو او د فلسطيني اولس د نه منسوخ كېدونكو حقونو ښكاره خلاف ورزي ده۔ د بيان له مخې دا ډول پارونكي او غېر قانوني اقدامات په منطقه كښې امن او استحكام ترلاسه كولو روانو هڅو ته زيان رسوي۔ وياند ووئيل چې پاكستان نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوي چې هغه دې د دې غېر قانوني اقداماتو مخنيوي لپاره فوري او پرېكنده اقدام وكړي او اسرائيلي قابض ځواكونه دې د نړيوالو قوانينو په خلاف ورزيو كول ځواب وركوؤنكي وګرځوي۔ په بيان كښې دا هم وئيلې شوي دي چې پاکستان سيمه ايزو او نړيوالو همكارانو سره په ګډه د فلسطيني اولس د خپلواكۍ حق په شمول د هغوي د نورو حقونو په ځايې ساتلو او د هغوي امن ٬ انصاف او وقار باوري كولو لپاره د خپل عزم پخلے كوي۔ پاكستان فلسطيني كاز لپاره خپل نه بدلېدونكي ملاتړ هم تكراروي۔ په كوم كښې چې كال 1967 څخه وړاندې پولو سره د يو آزاد او خپلواكه فلسطين چې پلازمينه يۍ القدس الشريف وي جوړېدل شامل دي۔











