اسلام آباد ۔22 (اے پي پي) د سپريم كورټ آئينې بنچ د 26 م آئيني ترميم خلاف په درخواستونو د وكيل خواجه احمد حسېن دلائل مكمل كولو نه پس اورېدنه تر زيارت ورځ وځڼډولې شوه۔ په سپريم كورټ كښې د 26 م آئينې ترميم خلاف د درخواستونو اورېدنه 8 كسيز بنچ وكړه ٬ د بنچ مشري جسټس امين الدين خان كوله او په نورو ججانو كښې جسټس جمال مندوخېل ٬ …
سپريم كورټ ٬ د 26 م آئينې ترميم خلاف د كيس اورېدنه تر زيارت ورځې وځڼډولې شوه

مزید خبریں
اسلام آباد ۔22 (اے پي پي) د سپريم كورټ آئينې بنچ د 26 م آئيني ترميم خلاف په درخواستونو د وكيل خواجه احمد حسېن دلائل مكمل كولو نه پس اورېدنه تر زيارت ورځ وځڼډولې شوه۔ په سپريم كورټ كښې د 26 م آئينې ترميم خلاف د درخواستونو اورېدنه 8 كسيز بنچ وكړه ٬ د بنچ مشري جسټس امين الدين خان كوله او په نورو ججانو كښې جسټس جمال مندوخېل ٬ جسټس محمد علي مظهر ٬ جسټس عائشه اے ملك٬ جسټس حسن اظهر رضوي ٬ جسټس مسرت هلالي٬ جسټس نعيم اختر افغان ٬ جسټس شاهد اقبال حسن شامل وو۔ د اورېدنې په مهال جسټس عائشه اے ملك د آرټيكل 191 اے ون اے تهري حواله وركولو سره ريماركس وركړل چې په دې آرټيكلز كښې كوم قدغن نشته ٬ دا بس د پروسيجرل نوعيت دے۔ هغې ووئېل دا آرټيكلز داسې نه دي لوستل پكار چې ورسره د سپريم كورټ اختيارات محدود شي۔ وكيل خواجه احمد حسېن ووئېل د عدالت سره د آرډر پاس كولو اختيار شته او هغه معامله فل كورټ ته لېږلې شي ۔ د هغه تر مخه كه آئيني لوازمات پورا شوي نه وي نو د بنچ تشكيل هم متاثره كېدے شي۔ دغسې د وكيل دلائل مكمل كېدو نه پس اورېدنه تر زيارت ورځې وځنډولې شو











