اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د كېش فصلونو په اړه د كابينه كمېټۍ غونډه شوې چې پكښې د پومبې پېداوار ته د رامخې ته چېلنجز پشمول د مهمو فصلونو د مجموعي صورتحال تفصيلي جاج اخستلے شوے ۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې غونډه كښې د قامي خوراك٬ تحفظ …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د كېش فصلونو په اړه د كابينه كمېټۍ غونډه٬ د پومبې پېداوار ته د رامخې ته چېلنجز پشمول د مهمو فصلونو د مجموعي صورتحال جاج واخستلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د كېش فصلونو په اړه د كابينه كمېټۍ غونډه شوې چې پكښې د پومبې پېداوار ته د رامخې ته چېلنجز پشمول د مهمو فصلونو د مجموعي صورتحال تفصيلي جاج اخستلے شوے ۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې غونډه كښې د قامي خوراك٬ تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوہ، د خوراك وزارت سيکرټري پشمول اپټما٬ د پومبې كروندګرو او د جنرز نمائندګانو ګډون وكړو۔ ګډون كوٶنكو د پومبې پيداوار زياتولو، د سپلائي چين بهترۍ او د تحقيقي عمل قوي كولو په اقدامات غور وكړو۔ په غونډه كښې په دې خبره زور راوړلے شو چې پاکستان سينټرل کاټن کميټي (پي سي سي سي) كښې د اپټما او نورو نجي څانګو نمائندګانو شموليت دې زيات كړے شي دغسې چې اولسي او د نجي څانګو ترمېنځه د موثره رابطه كارۍ د لارې د پومبې څانګې تل پاتې پرمختګ باوري كړے شي۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت ته امر وكړو چې ټولو اړوندو ډلو سره په نزدې تماس كښې پاتې كېدو سره په مجوزہ اصلاحات مؤثر عملدرآمد باوري كړې دغسې چې د پومبې پشمول د نورو مهمو فصلونو پېداوار زياتولو او زرعي ترقۍ ته وده وركړې شي











