د چيئرپرسن منزه حسن په مشرۍ كښې د موسمياتي بدلون په اړه د قائمه كمېټۍ غونډه

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ د چيئرپرسن منزه حسن په مشرۍ كښې شوې٬ كمېټۍ ته د وزارت او د سي ډي اے انتظاميه لخوا په مشتركه توګه په اخراجي معيار او د جانچ نظام او د دې په فضائي معيار كښې د بهترۍ په كردار تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ ډپټي کمشنر د اسلام آباد …

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ د چيئرپرسن منزه حسن په مشرۍ كښې شوې٬ كمېټۍ ته د وزارت او د سي ډي اے انتظاميه لخوا په مشتركه توګه په اخراجي معيار او د جانچ نظام او د دې په فضائي معيار كښې د بهترۍ په كردار تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ ډپټي کمشنر د اسلام آباد د چيف کمشنر آفس نمائندګي كولو سره كمېټۍ ته ووئيل اګرچه د فضائي معيار نګراني د پاك اي پي اے مسوليت دے خو اداره خپله وظيفه ترسره كولو لپاره مالي او تكنتيكي صلاحيت نه لري۔ كمېټۍ وزارت ته امر وكړو چې په يو مياشت كښې د فضائي معيار بهترۍ لپاره جامع پلان وراندې كړئ او وزارت ته دې فنډز كښې اضافې لپاره سفارش وكړے شي ۔ کميټۍ په دې خبره زور راوړو چې ماحولياتي اېجنډې ته د پاکستان نړيوالو اړيكو او په خارجه پاليسۍ كښې ځانګړې حېثيت پكار دے ۔ په دې موقع چيئرپرسن منزه حسن ووئيل مونږ بايد اسلام آباد يو مثالي ښار جوړولو لپاره هڅه وكړو۔ په غٶنډه كښې طاهره اورنګزيب، شائسته خان، شائسته پرويز، سيده شهلا رضا، مسرت رفيق مهيسر، ډاکټر شازيه صوبيه اسلم سومرو، تمکين نيازي، شاهده رحماني سره سره د اړوند وزارت او د چيف کمشنر آفس، د پاك اي پي اے او ماهرينو ډاکټر فهيم کھوکھر او ډاکټر آذر خان ګډون وكړو

مزید خبریں