د خېبر پښتونخوا ګورنر سره د پاکستان بارډرز ټریډ کونسل پلاوي ملاقات

پېښور 22 اکتوبر (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی سره د پاکستان بارډرز ټریډ کونسل (PBTC) نمائندہ پلاوي د شورو په ورځ د پېښور په ګورنر هاوس كښې ملاقات كړے دے ۔د پېښور ګورنر هاؤس ګورنر وياند له مخې د پلاوي مشري د پاکستان بارډرز ټریډ کونسل مرکزي چیئرمېن او د خېبر چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري (KCCI) ګروپ لیډر سید جواد حسین کاظمي كوله۔ملاقات كښې د …

پېښور 22 اکتوبر (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی سره د پاکستان بارډرز ټریډ کونسل (PBTC) نمائندہ پلاوي د شورو په ورځ د پېښور په ګورنر هاوس كښې ملاقات كړے دے ۔د پېښور ګورنر هاؤس ګورنر وياند له مخې د پلاوي مشري د پاکستان بارډرز ټریډ کونسل مرکزي چیئرمېن او د خېبر چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري (KCCI) ګروپ لیډر سید جواد حسین کاظمي كوله۔ملاقات كښې د طورخم پولي د ډېرې مودې راهسې په بنديز، د دوه اړخيزه تجارت په معطلی او په اولسي ګيلو خبرې وشوې۔پلاوي ګورنر ته ووئيل د طورخم پولي بنديز له امله 6 زره څخه زيات مال وړنكي ګاړي دواړه اړخه ته ولاړ دي،چې پكښې د خوراك څښاك څيزونه٬سبزۍ ، ميوې او نور څيزونه شامل دي۔هغوي د طورخم ، خرلاچی، غلام خان او انګور اډہ پولو پرانستلو په اړه د کردار ترسره كولو خواست وكړو ۔د خېبر پښتونخوا ګورنر د پلاوي معروضات په غور سره واوريدل او پلاوي له ئې باور وركړو چې د هغوې مطالبات به وفاقی حکومت ته وړاندې كولې شي۔ده ووئيل حکومت د سوداګرو او ټرانسپورټرز د مسئلو څخه خبر دے او د هغوې مسئلې به په ترجیحی بنیادونو حل كولې شي۔

مزید خبریں