د قانون و انصاف وزیر مملکت بیرسټر عقیل ملك آئي پی یو اسمبلۍ كښې ګډون، د پاکستان په نړيوال امن او د انصاف په وده زور

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د قانون و انصاف وزیر مملکت بیرسټر عقیل ملک د بین الپارلیماني یونین (آئی پی یو) 151مي اسمبلۍ كښې د پاکستان نمائندګی کړې ده چرته چې هغه د نړيوال امن، سلامتیا او انصاف په اړه د اعلیٰ پائې مباحثو او غونډو كښې فعاله کردار ترسره كړے ۔د قانون وانصاف وزارت له مخې د آئی پی یو اسمبلۍ په مهال بیرسټر عقیل ملك د …

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د قانون و انصاف وزیر مملکت بیرسټر عقیل ملک د بین الپارلیماني یونین (آئی پی یو) 151مي اسمبلۍ كښې د پاکستان نمائندګی کړې ده چرته چې هغه د نړيوال امن، سلامتیا او انصاف په اړه د اعلیٰ پائې مباحثو او غونډو كښې فعاله کردار ترسره كړے ۔د قانون وانصاف وزارت له مخې د آئی پی یو اسمبلۍ په مهال بیرسټر عقیل ملك د ترهه ګرۍ مخنيوي او پرتشدد انتها خوښۍ په اړه د اعلیٰ پائې مشاورتی ګروپ (ایچ ایل اے جی) ) 19مه غونډه كښې ګډون وكړو۔په غونډه كښې په نړيواله كچه د قانون واكمنۍ ودې، د ترهه ګرۍ مخنيوي له په مرسته او د موثره قانون سازۍ په اقدامات غور وشو۔وزیر مملکت “امیګریشن، ترهه ګري او نړيوالو منظمو جرمونو: پارلیمانی او نړيوالي مرستي د لارې د چیلنجونو د ځوابونو ” په سرخط يو پینل مباحثه كښې هم د پاکستان موقف وړاندې كړو ۔

مزید خبریں