د اسرائيل لخوا د غزه امن تړون څخه د سرغړونې غندنه كوٶ۔ پاكستان

اسلام آباد 22 اكتوبر (اے پي پي) پاكستان په غزہ كښې د قابض اسرائيلي پوځ د تازه بريدونو غندنه كړې ده چې په نتيجه كښې ئې يو شمېر قېمتي ځانونه ضائع شوې دي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې دا ډول اقدامات په شرم الشېخ كښې د اسلامي٬ عرب نړۍ٬ امريكا٬ اروپا او د ملګرو ملتونو د قيادت په موجودګۍ كښې د …

اسلام آباد 22 اكتوبر (اے پي پي) پاكستان په غزہ كښې د قابض اسرائيلي پوځ د تازه بريدونو غندنه كړې ده چې په نتيجه كښې ئې يو شمېر قېمتي ځانونه ضائع شوې دي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې دا ډول اقدامات په شرم الشېخ كښې د اسلامي٬ عرب نړۍ٬ امريكا٬ اروپا او د ملګرو ملتونو د قيادت په موجودګۍ كښې د شوي امن تړون د روح خلاف ورزي ده۔ وياند په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې د اسرائيل د خلاف ورزو خاتمې لپاره په سمدستي توګه او موثر اقدامات وكړي او په جنګ بندۍ عملدرامد او فلسطين وګړو تحفظ باوري كړي۔ ده د فلسطين اولس سره د پاكستان د غېر متزلزل ملاتړ پخلے وكړو او د اسرائيلي كارروائو په سمدستي توګه د خاتمې يې مطالبه وكړه۔ وياند د جون كال 1967 نه په وړاندې پولې اډانه د يو آزاد٬ خپلواكه٬ د عمل وړ فلسطيني رياست جوړولو لپاره د خپل اصولي موقف پخلے وكړو چې پايه تخت يې القدس الشريف وي۔

مزید خبریں