سماجي شموليت او اداره جاتي احتساب د قامي پرمختيائي ټګلارې برخه جوړول د وخت مهم ضرورت دے: احسن اقبال

اسلام آباد۔22 اکتوبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي په پاكستان كښې د تلپاتي پرمختګ او فعاله حكمرانۍ دارومدار په دې خبره دے چې هر يو وګړے د فېصله سازۍ په عمل كښې شامل كړے شي۔ هغه په اسلام آباد كښې د ’’آواز ټو پروګرام‘‘ پرانستې سېشن ته خطاب كولو ٬ په كوم كښې چې په سماجی شمولیت، اداراجاتی …

اسلام آباد۔22 اکتوبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي په پاكستان كښې د تلپاتي پرمختګ او فعاله حكمرانۍ دارومدار په دې خبره دے چې هر يو وګړے د فېصله سازۍ په عمل كښې شامل كړے شي۔ هغه په اسلام آباد كښې د ’’آواز ټو پروګرام‘‘ پرانستې سېشن ته خطاب كولو ٬ په كوم كښې چې په سماجی شمولیت، اداراجاتی احتساب، او اولسي ګډون ته په وده وركولو تفصيلي خبرې وشوې۔ احسن اقبال ووئيل سماجي شموليت او اداره جاتي احتساب د قامي پرمختيائي تګلارې برخه جوړول د وخت مهم ضرورت دے ۔ ده ووئيل كوم هم هېواد تر هغه وخت پرمختګ نشي كولې تر كومې چې په پالېسيو كښې د اولس غږ شامل نه وي۔ ده ووئيل سپېځلتيا او شموليت د تلپاتې حكمرانۍ بنياد دے او د پاكستان حكومت دا اصول د خپلو اصلاحاتي پالېسيو برخه جوړه كړې ده۔ وفاقي وزيراحسن اقبال ووئيل د پاكستان په پرمختګ كښې د هر وګړي او هرې يوې كميونټۍ كردار مهم او ضروري دے ٬ مونږ د اولس غږ د پالېسي سازۍ مركز ته راوړلو سره بايد د يوې داسې ټولنې بنياد كېدؤ چرته چې پرمختګ يوازې يو څو طبقو نه بلكې ټولو لپاره وي۔ احسن اقبال ووئيل حكومت د هېواد پرمختيائي سفر لپاره د “اُړان پاکستان” نامې سره يو بشپړ فائیوایزفرېم ورک وضع كړے كوم چې د تعلیم، برآمدات، ماحولیات، توان او سماجی برابرۍ په ستنو اډانه دے۔ ده ووئيل د اړان پاكستان مقصد پېښ چېلنجونه په موقعو بدلولو سره پاکستان يو مضبوط ٬ تلپاتې او عصري معيشت جوړول دي۔ ده ووئيل د منصوبه بندۍ وزارت د هېواد د 42 ښارونو په 131 تعلیمی ادارو كښې د ینګ پیس اېنډ ډوېلپمنټ کور یونټس جوړ كړې دي دغسې چې ځوانان امن، قیادت او سماجي پرمختګ لپاره تربيه كړې شي۔ ده ووئيل د بااختیار نوجوان انټرن شپ پروګرام لاندې 60 زره څخه زيات انټرن شپس وړاندې كولې شي په كومو كښې چې 10 زره په خاص توګه د بلوچستان ځوانانو لپاره بېل كړې شوي دي۔ وقاثي وزير احسن اقبال ووئيل د منصوبه بندۍ وزارت د فېډرل پبلک سروس کمېشن (اېف پی اېس سی) سره په ګډه په سي اېس اېس امتحانونو كښې اردو ژبه د اختياري مضمون په توګه معارفي كولو له اقدامات كوي دغسې چې ځوانان په خپله قامي ژبه كښې په غوره ډول څرګندونې وكړې شي او تجزياتي صلاحيتونه وړاندې كړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د آواز II پروګرام کامیاب ماډلز به په حكومتي نظام كښې د شموليت د لارې تلپاتي جوړولې شي دغسې چې د پرمختګ او سماجي انصاف عمل په اداره جاتي كچه روان پاتې شي۔ ده ووئيل كه مونږ د اولس غږ د خپلو پالېسيو برخه جوړه كړؤ نو پاكستان د يو مضبوطې ٬ عادلانه او سپېځلې ټولنې شكل خپلولې شي۔

مزید خبریں