واشنګټن ۔22اکتوبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي د پاكستان او چين ترمينځه پخوانۍ او مضبوطه همكاري روانه ده٬ طمعه ده چې د قامي ايئرلائن نجكاري د روان كال تر پايې څخه وړاندې به ترسره شي٬ د روان مالي كال په مهال امكان دے چې د نمو شرح نزدې 3.5 فيصده پاتې شي٬ امريكې سره په ټېرف خبرې كاميابۍ سره د ترسره كېدو ګټه …
د پاكستان او چين ترمينځه پخوانۍ او پياوړې همكاري روانه ده ٬ طمعه لرو چې د قامي ايئرلائن نجكاري د روان كال تر پايې څخه وړاندې به ترسره شي: د خزانې وفاقي وزير اورنګزيب سی جی ټی این سره مركه

مزید خبریں
واشنګټن ۔22اکتوبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي د پاكستان او چين ترمينځه پخوانۍ او مضبوطه همكاري روانه ده٬ طمعه ده چې د قامي ايئرلائن نجكاري د روان كال تر پايې څخه وړاندې به ترسره شي٬ د روان مالي كال په مهال امكان دے چې د نمو شرح نزدې 3.5 فيصده پاتې شي٬ امريكې سره په ټېرف خبرې كاميابۍ سره د ترسره كېدو ګټه به پاکستاني ټېکسټائل او په خاص توګه د هوم ټېكسټائل برآمد كوونكو ته ورسي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نړيوال مالياتي فنډ (آئی اېم اېف) او نړيوال بنك كلنه غونډو په موقع واشنګټن ډي سي كښې د سي جي ټي اېن امريكاې سره مركه كښې وكړه۔ د خزانې وزير د هېواد په معاشي صورتحال ٬ د اصلاحات په پروګرام او د سباؤن په اقتصادي تګلاره بشپړه خبرې وكړې۔ ده ووئيل د تېر يو كال په مهال پاكستان د معاشي استحكام په لړ كښې ښكاره پېشرفت كړے ٬ په مالي او بهرنيو كھاتو كښې بهتري رامخې ته شوه٬ د روپۍ قدر مستحكم پاتې شو ٬ د زرمبادله پنګې د دوو نيمو مياشتو د درآمدات برابر شوي او د ګرانۍ شرح سنګل فيګر ته راغلې۔ د دوي وېنا وه چې په پالېسي رېټ كښې ښكاره كمے رامخې ته شوے دے او درېو نړيوالو رېټنګ ایجنسیو فِچ، اېس اېنډ پی او موډیز نزدې درې كاله پسې د پاكستان معاشي درجه بندۍ غوره ښكاره كړې ده۔ د خزانې وزير ووئيل د آئي اېم اېف توسيعي مالياتي پروګرام لاندې دويم جائزه رپورټ بشپړ شوے دے۔ د خزانې وزير د نجكارۍ پروګرام د بحالۍ ذكر كولو سره ووئيل د روان مالي كال په مهال اولنے ټرانزېكشن بشپړ شوے چې له مخې يۍ يو نجي بنك د متحدہ عرب امارات کمپنۍ واخست۔ ده ووئيل طمعه ده چې د قومي ايئرلائن نجكاري د روان كال تر پايې رسيدو څخه وړاندې به ترسره شي۔ د ده وېنا وه چې پاكستان په ستمبر كښې د 50 کروړه ډالره یورو بانډ ادائیګی په وخت وكړه او په راروان اپرېل كښې د 1.3 ارب ډالر ادائيګۍ عزم لرو۔ د خزانې وزير ووئيل اوسنے سېلاب او موسمياتي بدلون پاكستان لپاره لويې چېلنج دے ٬ د وريژو او پومبې فصلونو ته زيان رسېدلے ولے بياهم طمعه ده چې شرح نمو نزدې 3.5 فیصد پاتې شي۔ چين سره د اړيكو په اړه د خزانې وزير ووئيل د پاكستان او چين ترمينځه پخوانۍ او پياوړې همكاري روانه ده۔ د بيجنګ اوسنۍ دورې په مهال سی پېک فېز 2.0 پېل كړے شو۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف د دورې په مهال د ګډې سرمايه كارۍ 24 لوظنامې وشوې په كومو كښې چې كان كني ٬ زراعت ٬ آئي ټي ٬ مصنوعي ذهانت او د دوا سازۍ څانګې هم شاملې دي۔ د خزانې وزير ووئيل حکومت د ډیجیټل معیشت ودې ته هم خصوصي پاملرنه كوي٬ د وزيراعظم په مشرۍ كښې ټولې سركاري ادائيګۍ او نظام ډیجیټلائز كولې شي چې ورسره شفافيت زيات شوے او د محصولات دائره پراخه شوې ده۔ د مصنوعي ذهانت او ډېټا اينالټكس كارولو سره ټېکس ټو جی ډی پی تناسب 8.8 فیصد څخه 10.2 فیصد ته رسېدلے۔ په تجارتي پالېسۍ خپله خبره كښې وفاقي وزير ووئيل امريكې سره په ټېرف خبرې كاميابۍ سره د ترسره كېدو ګټه به پاکستانی ټېکسټائل او په خاص توګه د هوم ټېكسټائل برآمد كوونكو ته ورسي۔ ده ووئيل پاكستان خپل تجارت متنوع جوړولو له د منځينۍ آسيائي هېوادونو سره خپلې اړيكې زياتوي او د جنوبی۔جنوب همكارۍ فرېم ورك ته وده وركوي۔ د خزانې وزير ووئيل پاکستان د معاشی استحکام، ډھانچه جاتي اصلاحات او د تلپاتي او بشپړې نمو په لاره روان دے او حكومت سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو ٬ مالي نظم وضبط او د تبل پاتي پرمختګ عزم لري۔











