میډیکل کالجونو كښې داخله ټیسټ لپاره په ټول هېواد كښې په يو ډول نصاب كار روان دے۔وفاقي وزیر صحت

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د صحت وفاقي وزیر مصطفی کمال وئيلي دي میډیکل کالجونو كښې داخله ټیسټ لپاره ټول هېواد كښې په يو ډول نصاب كار روان دے،په دې اړه په 6 زره پوښتنو مشتمل يو بینك جوړ شوے، یه دې تير كال مارچ څخه كار پېل شوے ؤ او اوس په وړومبي ځل سیلبس بشپړولو سره کامن کړے شوے،په ټول هېواد كښې میډیکل کالجونو كښې 22 …

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د صحت وفاقي وزیر مصطفی کمال وئيلي دي میډیکل کالجونو كښې داخله ټیسټ لپاره ټول هېواد كښې په يو ډول نصاب كار روان دے،په دې اړه په 6 زره پوښتنو مشتمل يو بینك جوړ شوے، یه دې تير كال مارچ څخه كار پېل شوے ؤ او اوس په وړومبي ځل سیلبس بشپړولو سره کامن کړے شوے،په ټول هېواد كښې میډیکل کالجونو كښې 22 زره سیټونه دي دغسې يو لکهه 40 زره 200 زدكوونكو میډیکل کالجونو كښې داخله ټیسټ لپاره رجسټریشن كړے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پاکستان میډیکل اینډ ډینټل کونسل (پی ایم ډی سی) كښې پرېس کنفرنس په مهال وكړه۔ده ووئيل د ایم ډي کیټ امتحانونو ته هر كال ګوته نيولې كيږي،د هرې صوبې میډیکل سلیبس جلا ؤ په كوم به چې زدكوونكو ګيله كوله چې آؤټ آف سلیبس پوښتنې راغلي۔ ده ووئېل پی ایم ډي سی د پاکستان په تاریخ كښې په وړومبي ځل په 6000 پوښتنو مشتمل کوئسچن بینك جوړ كړے، په سلسله كښې د ټولو صوبو جامعات وائس چانسلرز ته خط ليكلے شوے۔ده ووئيل هري يوې صوبې له درې ٬ درې سوالنامې وركړې شوي۔دا اوس د هري صوبې خپله خوښه ده چې كومه سوالنامه زدكوونكو له وركوي۔ده ووئيل د پاکستان په تاریخ كښې په وړومبي ځل ښه امتحان كيږي،كه كومه پرچه آؤټ وه نو د هغې ذمه وار به صوبه وي۔ده ووئيل 140290 زدكوونكو رجسټریشن کړے چې پكښې 22 زره زدكوونكو ته به داخله ترلاسه كيږي۔۔

مزید خبریں